دښمنان غواړي د ایران او افغانستان ترمنځ جګړه رامنځته کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133700-دښمنان_غواړي_د_ایران_او_افغانستان_ترمنځ_جګړه_رامنځته_کړي
د ایران د اسلامی جمهوریت د سپاه پاسداران د هوایی ځواک قوماندان سردار امیر علی حاجی زاده د نیمروز ولایت په پوله کښې د ایران د پوله ساتو ځواکونو او د طالبانو ترمېنځ سرحدی نښتې ته په اشارې سره وویل: د دغو پېښو تر شا د دښمنانو لاس دی چې د دغو دوو هېوادونو تر منځ د جګړې د رامنځته کولو په لټه کې دي.
(last modified 2023-05-30T08:35:57+00:00 )
May 30, 2023 12:58 Asia/Kabul
  • دښمنان غواړي د ایران او افغانستان ترمنځ جګړه رامنځته کړي

د ایران د اسلامی جمهوریت د سپاه پاسداران د هوایی ځواک قوماندان سردار امیر علی حاجی زاده د نیمروز ولایت په پوله کښې د ایران د پوله ساتو ځواکونو او د طالبانو ترمېنځ سرحدی نښتې ته په اشارې سره وویل: د دغو پېښو تر شا د دښمنانو لاس دی چې د دغو دوو هېوادونو تر منځ د جګړې د رامنځته کولو په لټه کې دي.

د اوا له راپور سره سم،  د ایران د اسلامي جمهوریت د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قومندان سردار امیر علي حاجي زاده تېره ورځ  د ایران د ساینس او ​​ټکنالوژۍ پوهنتون محصلینو ته وویل: چې د افغانستان په پوله کې داسې پېښې شوي چې د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا څیړل شوي او آرامه شوي او باید نور ورته لمن ونه ووهل شي.

 هغه زیاته کړه: د دې قضیو تر شا زموږ د ډیرو دښمنانو لاس دی چې غواړي دا په یوې لویې مسئلې، شخړو او جګړې بدله کړي، خو داسې به ونه شي.

 سردار حاجی زاده زیاته کړې، چې ځینې په خپلسري ډول د افغانستان په پوله کې شخړې رامنځ ته کوي، خو اداره کیږي او د اندیښنې وړ خبره نه ده.

 له بلې خوا د ایران د اسلامی جمهوریت د ملی امنیت او بهرنی سیاست د کمیسیون غړی سردار محمد اسماعیل کوثری هم د ایران او افغانستان ترمینځ د وروستیو سرحدی شخړو په هکله وویل: د نړۍ د استکبار، صهیونزم، منافقینو په شان خلک شتون لری. او هغه کسان چې د ایران اسلامي جمهوریت سره خلاف دي، هغوی غواړي چې زموږ پولې ناامنه کړي او ایران او طالبان پکې ښکېل کړي، خو پوهېږي چې دا کار هېڅکله نه کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شنبه غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ په «مکي» سیمه کې د طالبانو د سرپرست حکومت د عسکرو او د ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ پوځي نښته وشوه. دغه شخړه دواړو غاړو ته مرګ ژوبله واړوله.