-
په افغانستان کې د امریکا حضور له جګړې پرته بله ګټه نه لرله
Apr 22, 2023 06:25د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر، د افغانستان د اوسنیو ستونزو حل لار د ټولګډونه حکومت جوړول ګڼي. ښاغلی ابراهیم رئیسي د اسلامي هېوادونو د سفیرانو په یوه غونډه کې ویلي، چې دمګړۍ د افغانانو د برخلیک ټاکلو لپاره د دوی د ارادې د عملي کېدو وخت را رسېدلی دی.
-
ایران امریکا د داعش د ترهګرې ډلې پلار وباله
Apr 21, 2023 11:34د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: د امریکې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند رابرت اف کندی اعتراف چي یې ویلي داعش ډله د امریکې له لورې رامینځ ته شوې ده، یو ځلې بیا دا حقیقت ښکاره کوي چي د امریکا رژیم د داعش د ترهګرې ډلې پلار دی.
-
په ایروان کې د ایران، هند او ارمنستان درې اړخیزه غونډه
Apr 21, 2023 11:20د ایران، هند او ارمنستان د بهرنیو چارو د وزارتونو تر مینځ لومړۍ درې اړخیزه غونډه په ایروان کې تر سره شوه.
-
په سوډان کې د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند شوی
Apr 21, 2023 11:14په سوډان کې د فوځ د مشر او د چټک غبرګون د ځواکونو د قومندان تر مینځ د اختر په مناسبت او د ملکي وګړو د وتلو لپاره د دریو ورځو لپاره اوربند شوی.
-
امریکا په سوډان کې د فوځي عملیات د ترسره کولو خبر ورکړی
Apr 21, 2023 11:08په سوډان کې د دخلي نښتو له دوام سره، امریکا له دغه هیواده د خپلو ډیپلماټانو د ایستلو په پلمې سره، په سوډان کې د فوځي مداخلې لپاره هڅې کوي.
-
الاقصی جومات کې د ۲۵۰ زرو فلسطینیانو په ګډون د اختر لمونځ وشو
Apr 21, 2023 11:07د اسرائیل د رژیم د وحشي ځواکونو له لورې د سختو امنیتي محدودیتونو سربیره، له ۲۵۰ زره زیاتو فلسطینیانو په الاقصی جومات کې د اختر په لمانځه کې ګډون وکړل.
-
ملګرو ملتونو د ګوتریش د جاسوسۍ په تور د امریکا پر ضد شکایت کړی دی
Apr 21, 2023 11:06ملګرو ملتونو د دغه سازمان د سرمنشي انتونیو ګوتریش له خوا د جاسوسۍ د راپورونو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې او د پنټاګون د محرمو اسنادو افشا کېدو ته په اشارې سره یې د امریکا پر ضد رسمي شکایت کړی دی.
-
د افغانستان خاوره د هیچا پر ضد نه کارول کېږي
Apr 21, 2023 11:05په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت د دفاع یو ځلې بیا ټنیګار کړی چې هیڅ وخت به چاته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد استعمال کړي
-
د پاکستان خارجه وزارت طالبانو څخه د تعامل غوښتنه کړې
Apr 21, 2023 11:03د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ یوې خبرې ناستې ته ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې تلپات سولې او ثبات ته ژمن دی او د طالبانو د حکومت سره د تعامل غوښتونکی دی.
-
امریکا په خپل بهرني سیاست کې هم زور وایي
Apr 21, 2023 11:02د روسیې د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چي امریکا په بهرنیو اړیکو کې یوازې ګواښ، بندیز او د زور خبره کاروي.