په سوډان کې د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i131656-په_سوډان_کې_د_اختر_په_مناسبت_درې_ورځنی_اوربند_شوی
په سوډان کې د فوځ د مشر او د چټک غبرګون د ځواکونو د قومندان تر مینځ د اختر په مناسبت او د ملکي وګړو د وتلو لپاره د دریو ورځو لپاره اوربند شوی.
(last modified 2023-04-21T19:08:37+00:00 )
Apr 21, 2023 11:14 Asia/Kabul
  • په سوډان کې د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند شوی

په سوډان کې د فوځ د مشر او د چټک غبرګون د ځواکونو د قومندان تر مینځ د اختر په مناسبت او د ملکي وګړو د وتلو لپاره د دریو ورځو لپاره اوربند شوی.

د ایسنا له راپور سره، د فوځ قومندان عبدالفتاح البرهان او د چټک غبرګون د ځواکونو قومندان حمدان دغلو نن د اختر د ورځې په مناسبت د ۷۲ ساعتونو اوربند لپاره هوکړې ته ورسېدل.

له جنګي سیمو څخه د ملکي وګړو وتل د اوربند هدف بیان شوی دی.

تیره شپه فوځي الوتکو په خارطوم کې د چټک غبرګون په ځواکونو بمبار کړي وه، چي د چټک غبرګون د ځواکونو دافع هوا له مقابلې سره مخ شول.

 سوډان کې د جنګ له پېلېدو څخه د یوې اوونۍ په تیرېدو سره لاهم دواړه لوري جوړجاړی ته تیار شوي نه دي،  د چټک غبرګون د ځواکونو قومندان حمیدتی د فوځ مشر د عامو خلګو د وژلې مسئول او خبرې ورسره ناممکن بولي.

ها خوا بیا د فوځ مشر ژنرال برهان ویلي تر کومه چي د چټک غبرګون ځواکونو مهمې دولتې ادارې باندې یرغل بند نه کړي سوله ممکنه نه ښکاري.

تر دې دمه ۲۸۰۰ کسان په سوډان کې ژوبل شوي او کابو ۳۰۰ کسان هم وژل شوي دي.