-
د ایران مرکچي ټیم د نړیوالو زبر ځواکونو په وړاندې ولاړ دی
Apr 16, 2022 11:28د ایران د پارلمان د ملی امنیت او د بهرنی سیاست کمیسیون یو غړی ویلي چي اسلامي جمهوریت د نړۍ له ځواکمنو هیوادونو سره په مذاکراتو لګیا دی او د هغوی په وړاندې مقاومت کوي.
-
د صهیونستانو او خائنانو په وړاندې د فلسطین ملاتړ کوو
Apr 16, 2022 08:31د عراق د اسلامي مقاومت د غورځنګ سرمنشي اعلان وکړ چي تل به د اسرائیلو او د هغه د سازښګرو عربو ملګرو په وړاندې د فلسطیني مقاومت څخه ملاتړ وکړي.
-
د افغانستان په ختیځو ولایتونو باندې د پاکستاني الوتکو بمبار
Apr 16, 2022 08:23د افغانستان په خوست او کوڼر ولایتونو کې د پاکستاني الوتکو د بمبار په پایله کې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
-
په لغمان ولايت کښې خصوصي برخې ته د شل ملیارډافغانیو پانګونې زمینه برابره شوه
Apr 15, 2022 02:49د افغانستان په لغمان ولايت کښې د طالبانو د حکومت والي قاري زین العابدین مدني په یوه خبري ناسته کې وویل دخصوصي برخې له استازو سره یې تر خبرو او تفاهم وروسته ددې ولایت په قرغه یو ولسوالۍ د زعفران دښته چې تر شل زره هکتاره زیاته زمکه لري خصوصي برخه ته د اوږدمهالې اجارې په ډول ورکړه.
-
ايران د امريکې په کلني رپوټ کښې بې بنياده ادعاګانې رد کړې
Apr 15, 2022 02:59د ايران د خارجه وزارت وياند د امريکې د بهرنيو چارو د وزارت په کلني رپوټ کښې د ايران په خلاف د بې بنياده ادعاګانو په مردود بللو سره وويل،د تکراري او بې بنياده رپوټونو خپرېدل د داسې رپوټونو لپاره د هيڅ ډول رواوالے نه رامنځته کوي.
-
ننګرهار کښې شپږ تنه یې د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي
Apr 15, 2022 02:55د افغانستان د ننګرهار طالب چارواکو په وینا په نیول شویو کسانوکښې غله ، قاچاق وړونکي او له حکومتي دندې ناوړه ګټه اخیستونکي شامل دي.
-
د پاکستان فوځ په سياسي بحران کښې مداخلت رد کړ
Apr 15, 2022 01:33د پاکستان د فوځ وياند په دغه هېواد کښې په وروستي سياسي بحران کښې د فوځ د هر ډول مداخلت رد کړ او وې ويل: د پاکستان فوځ سياسي مسائلو ته د ننوتلو هيڅ ګروهنه نه لري او ګوندونه پکار نه دے امنيتي ادارې سياسي لوبو ته داخلې کړي.
-
د ايران د اسلامي جمهوريت فوځ په سيمه کښې د طاقت او قوت نمونه ده
Apr 15, 2022 01:00د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ د هوائي ځواک قوماندان وويل: د ايران د اسلامي جمهوريت فوځ په سيمه کښې د طاقت او قوت نمونه ده.
-
د دښمن نېغ په نېغه مقصد له افغان ولس څخه د ايران جدا کول دي
Apr 15, 2022 00:15د افغان آوا خبري آژانس مشر وويل: د دښمن نېغ په نېغه مقصد دا دے چې ايران له افغان ولس څخه ايران جدا کړي او د افغانستان د خلقو د خپلواکۍ د مخنيوي سبب شي.
-
له هري ډلې څخه چي اسرائیل سره مبارزه وکړي ملاتړ کوو
Apr 14, 2022 10:41د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو قومندان تاکېد وکړ چي په نړۍ کې له هرې ډلي څخه چي د اسرائیل په ضد مبارزه وکړي ملاتړ کوو او دغه بهیر به دوام وموندي.