د ایران مرکچي ټیم د نړیوالو زبر ځواکونو په وړاندې ولاړ دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i114824-د_ایران_مرکچي_ټیم_د_نړیوالو_زبر_ځواکونو_په_وړاندې_ولاړ_دی
د ایران د پارلمان د ملی امنیت او د بهرنی سیاست کمیسیون  یو غړی ویلي چي اسلامي جمهوریت د نړۍ له ځواکمنو هیوادونو سره په مذاکراتو لګیا دی او د هغوی په وړاندې مقاومت کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 16, 2022 11:28 Asia/Kabul
  • د ایران مرکچي ټیم د نړیوالو زبر ځواکونو په وړاندې ولاړ دی

د ایران د پارلمان د ملی امنیت او د بهرنی سیاست کمیسیون  یو غړی ویلي چي اسلامي جمهوریت د نړۍ له ځواکمنو هیوادونو سره په مذاکراتو لګیا دی او د هغوی په وړاندې مقاومت کوي.

د ایران په پارلمان کې د ملی امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون غړی شهریار حیدری ایرنا ته وویل: په ویانا کې د مذاکراتو بهیر مخ په وړاندې روان دی، لیکن ځینې فرعی مسالې موجود دي چي د امریکې له لوري مطرح شوي دي، له دې نه علاوه د اکراین موضوع هم تر ډېره حده پوري د مذاکراتو په بهیر باندې اثر کړی دی.

هغه د ایران د ولس ملي ګټې د مذاکراتو اصلي موخه  وباله او هیله یې وښوده چي روان مذاکرات د داسي یوې موافقې سبب وګرځي چي په هغه کې د ایران د اسلامي جمهوریت ګټې تامین شي.

شهریاري همدارنګه د اسرائیلي یانو او د عربو د لابي کوونکو فعالیت د مذاکراتو له ستونزو څخه وباله لیکن د هغه په وینا د اسرائیل او د ځینو عربو ګډې دسیسې تر دې دمه نه ده بریالي شوې ځکه چي د ایران مذاکراتي ټیم په قدرت سره مذاکرات مخ ته بیایي او د ایران له ملي ګټو څخه نه شاته کیږي.

هغه زیاتوي چي په روانو مذاکراتو کې د ټولو بندیزونو لیري کېدا د ایران د مذاکراتي ټیم اصلي غوښتنه ده.

د ایران په ضد دبندیزونود لغوه کیدا په باب دخبرواترو اتم پړاؤ د تیر کال ددسمبر له اوه ویشتمې نیټې پیل شوي،  او د روان کال دمارچ په یولسمه نیټه  د اروپائي اتحادئې  دبهرنی سیاست دمسئول جوزف بورل  په وړاندیز سره ، د ساه اخستو په خاطر  تر څو ورځو پورې وځنډیدې څو  مرکچي ټيمونه  د لازیاتو سیاسی مشورو لپاره خپلو پلازمینو ته وګرځي .