د پاکستان فوځ په سياسي بحران کښې مداخلت رد کړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i114762-د_پاکستان_فوځ_په_سياسي_بحران_کښې_مداخلت_رد_کړ
د پاکستان د فوځ وياند په دغه هېواد کښې په وروستي سياسي بحران کښې د فوځ د هر ډول مداخلت رد کړ او وې ويل: د پاکستان فوځ سياسي مسائلو ته د ننوتلو هيڅ ګروهنه نه لري او ګوندونه پکار نه دے امنيتي ادارې سياسي لوبو ته داخلې کړي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 15, 2022 06:03 Asia/Kabul
  • د پاکستان فوځ په سياسي بحران کښې مداخلت رد کړ

د پاکستان د فوځ وياند په دغه هېواد کښې په وروستي سياسي بحران کښې د فوځ د هر ډول مداخلت رد کړ او وې ويل: د پاکستان فوځ سياسي مسائلو ته د ننوتلو هيڅ ګروهنه نه لري او ګوندونه پکار نه دے امنيتي ادارې سياسي لوبو ته داخلې کړي.

د اېرنا د رپوټ له مخې د جنرل بابر افتخار څرګندونې په پاکستان کښې له سياسي بدلونونو، د عمران خان له څنګته کولو، د نوي حکومت له جوړېدو او همدارنګ په دغه هېواد کښې د عمران خان د حکومت له راپرزولو لپاره لپاره له بهرنۍ دسيسې سره له اوړندو بحثونو سره په يو وخت شوې دي.

د پاکستان د فوځ وياندپرون په راولپنډۍ ښار کښې په يو اخباري کانفرنس کښې په دغه هېواد په وروستيو سياسي بدلونونو کښې د لاس لرلو په اړه د دغه هېواد د فوځي تشکيلاتو په خلاف د منفي خبرو خپرېدل وغندل.

د پاکستان د فوځ د وياند دا څرګندونې په داسې حال کښې دي چې دغه فوځ د فوځي او امنيتي ادارې په توګه تل په مختلفو دورو کښې  د دغه هېواد په سياسي ډګر کښې ټاکونکے رول لرلے دے.

جنرل بابر افتخار د پاکستان د تېر حکومت په خلاف د امريکې لخوا د احتمالي ګواښ او په دې اړه چې ويل کيږي د عمران خان حکومت د واشنګټن په مشرۍ په بهرنۍ دسيسې سره څنګته کړې شوے دے، وويل، د پاکستان د ملي امنيت د کمېټۍ د تېرې مياشتې له غونډې وروسته زمونږ په کورنيو چارو کښې د امريکې په مداخلت احتجاج اوشو خو څه دسيسه پکښې شامله نه وه او فوځ داسې څه څيز نه دےاحساس کړے.

دا په داسې حال کښې دي چې د پاکستان څنګته کړې شوي وزيراعظم عمران خان ويلي وو چې هغه په سيمه کښې د امريکې له سياستونو سره د مخالفت په وجه د واشنګټن په دسيسو سره څنګته کړې شوے دے.

د پاکستان د فوځ وياند واضحه کړه، امريکې د فوځي اډو د جوړولو په باره کښې له پاکستان څخه هيڅ غوښتنه نه ده کړې او که د پاکستان له فوځ څخه داسې څه غوښتنه اوشي نو ځواب به يې منفيوي او مونږ به د فوځ اډو د جوړولو څه فېصله ونه کړوو.