د صهیونستانو او خائنانو په وړاندې د فلسطین ملاتړ کوو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i114816-د_صهیونستانو_او_خائنانو_په_وړاندې_د_فلسطین_ملاتړ_کوو
د عراق د اسلامي مقاومت د غورځنګ  سرمنشي اعلان وکړ چي تل به د اسرائیلو او د هغه د سازښګرو عربو ملګرو په وړاندې د فلسطیني مقاومت څخه ملاتړ وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 16, 2022 08:31 Asia/Kabul
  • د صهیونستانو او خائنانو په وړاندې د فلسطین ملاتړ کوو

د عراق د اسلامي مقاومت د غورځنګ  سرمنشي اعلان وکړ چي تل به د اسرائیلو او د هغه د سازښګرو عربو ملګرو په وړاندې د فلسطیني مقاومت څخه ملاتړ وکړي.

د عراق د اسلامي مقاومت د غورځنګ (نجبا) سرمنشي شیخ اکرم الکعبی د فلسطیني ولس له مقاومت څخه په ملاتړ سره، وویل: د فلسطین عزتمن مجاهدین یو حساس او برخلیک ټاکوونکی پړاو کې قرار لري.

هغه زیاته کړه: د فلسطین صبرناک ولس د صهیونیستي رژیم سره په مقابله کې په تشو لاسونو په ټانګونو او مرمیو باندې ورځي، هغه هم د هغو عربو د سترګو په وړاندې چي شیطان سره په جورجاړی کې خپل وجدان له لاس ورکړی دی.

د ویلو دی چي صهیونیستي رژیم سره د ترکیې، امارات، بحرین او یو شمېر نورو هیوادونو تر جوړ جاړی وروسته، په فلسطین باندې د صهیونیستانو بریدونه زیات شوی ان دا چې تېره ورځ یې په الاقصی جومات باندې په برید په لسګونو لمونځ کوونکي یې ټپیان کړي او د جومات بې حرمتي یې کړې ده.