له هري ډلې څخه چي اسرائیل سره مبارزه وکړي ملاتړ کوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i114748-له_هري_ډلې_څخه_چي_اسرائیل_سره_مبارزه_وکړي_ملاتړ_کوو
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو قومندان تاکېد وکړ چي په نړۍ کې له هرې ډلي څخه چي د اسرائیل په ضد مبارزه وکړي ملاتړ کوو او دغه بهیر به دوام وموندي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 14, 2022 10:41 Asia/Kabul
  • له هري ډلې څخه چي اسرائیل سره مبارزه وکړي ملاتړ کوو

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو قومندان تاکېد وکړ چي په نړۍ کې له هرې ډلي څخه چي د اسرائیل په ضد مبارزه وکړي ملاتړ کوو او دغه بهیر به دوام وموندي.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو قومندان سردار اسماعیل قاآني د شهید حجازی فر په کلیزه کې ویلي فلسطیني ځوانان چي په نیواکي سیمو کې عملیاتونه تر سره کوي، د فلسطین د ټاټوبې سرمایې دي، دا د فلسطیني ولس څلورم او پنځم نسل دی چی په سرشیندنې سره د اسرائیل د نیواکګر رژیم پلانونه شندوي.

هغه زیاته کړه چي په هر ځای کې چي تشخیص وشي نو اسرائیل سره به جدي چلند وشي، هغوی دومره نه دي چي ایران سره مقابله وکړي، د اسرائیلو د ړنګو بهیر ورځ تر بلي چټکتیا مومي.