-
طالب ډله حاکمیت نهلري ولس یې یرغمل کړے دے
Jul 01, 2021 03:01د افغان ولسمشر د عامه او سټراټيجکو تعلقاتو صلاحکار وويل طالب ډله هيڅ حاکميت نه لري او افغان ولس يې يرغمل کړے دے.
-
د بغداد په ختيځ کښې چاودنه رامنځته شوه
Jul 01, 2021 02:57د عراق ځينو سرچينو د دغه هېواد د پائتخت په ختيځ کښې د بم چاودنې او د يو شمېر کسانو د ژوبلېدو خبر ورکړ.
-
د لبنان حزب الله د اسرائيلو څلور ډرون الوتکې نسکورې کړې
Jul 01, 2021 02:48ځينو خبري سرچينو نن سحر د لبنان د حزب الله لخوا د صهيونېسټ رژيم د څلورو ډرون الوتکو د نسکورېدو خبر ورکړ.
-
په کابل کښې د پوليسو په موټر حملې مرګ ژوبله رامنځته کړه
Jul 01, 2021 01:33د کابل په پغمان سيمه کښې د پوليسو په موټر په وسله ايز بريد کښې دوه تنه ووژل شول.
-
د سیمې هېوادونه دې د افغان صلحې لپاره رښتینې ملګرتيا وکړي
Jul 01, 2021 00:55د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د سیمې په هېوادونو غږ کړے، چې د افغانستان د صلحې او ثبات د راوستو په برخه کښې دې رښتینې ملګرتيا وکړي.
-
ايران د برجام لپاره زيات قيمت ادا کړ اوس د امريکې او اروپا وار دے
Jul 01, 2021 00:30په ملګرو ملتو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت دائمي استازي د دې په بيانولو سره چې ايران د برجام اېټمي موافقې لپاره زيات قيمت ادا کړے دے له امريکې او اروپائي لورو وغوښتل چې د برجام د ژوندي کولو لپاره دې ضروري فېصلې غوره کړي او هغه ژمنې چې په دغو کلونو کښې يې په ترسره کولو کښې کوتاهي کړې ده اجرا کړي.
-
ايران له تېروڅلورو لسيزو راهسې د امريکې له بنديزونو سره مخ دے
Jun 30, 2021 23:55د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د عمومي قوماندان جانشين وويل: د ايران اسلامي جمهوريت له تېروڅلور لسيزو راهسې تل د امريکې د بنديزونو لاندې دے.
-
د افغانستان موجوده ترینګلي حالات او د خلکو وسله په لاس کول به د مظلوم ولس لپاره څه راتلونکی ولری؟ له شناندو ئې اورو
Jun 30, 2021 12:59د افغانستان د ولسی ځواکونو راپورته کیدا او دپآرلیمان غبرګون او دغه راز د نورو ترینګلتیاؤ په باب د افغانستان د سیاسی او امنیتی چارو یو کارپوهان او تکړه لیکوالان او شناندي هر یو امین ځاځئ او محمد ظریف ناصري خپل نظرونه داسې څرګندوي .
-
په افغانستان کښې د کورني جنګ د رامنځته کېدو په اړه د امريکې د لوړرتبه قوماندان خبردارے
Jun 30, 2021 12:06په افغانستان کښې د امريکې او نېټو ځواکونو قوماندان آسټين سکات مېلر په يو اخباري کانفرنس په افغانستان کښې د امنيتي حالاتو د لا زياتو خرابېدو او په دغه هېواد کښې د کورني جنګ د رامنځته کېدو په باره کښې خبردارے ورکړ. د هغه د وېنا له مخې که د دغه هېواد مشران د نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته يو نه شي نو بيا د ډېرو سختو حالاتو په طمه کېدل پکار دي.
-
د نیواکګرانو په ضد به عملیات نورهم زیات کړو
Jun 30, 2021 11:19خزعلی دالحشد الشعبی ولسی ځواک په مبارزانو د امریکا د حملو په غبرګون کې ووئيل ، ددغه غورځنګ مبارزان په بشبړ ډول تیارسی دی او دښمن ته به غاښ ماتونکی ځواب ورکړي .