د بغداد په ختيځ کښې چاودنه رامنځته شوه
Jul 01, 2021 07:27 Asia/Kabul
د عراق ځينو سرچينو د دغه هېواد د پائتخت په ختيځ کښې د بم چاودنې او د يو شمېر کسانو د ژوبلېدو خبر ورکړ.
د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې عراقي سرچينو پرون ماښام اعلان وکړ، د بغداد د ختيځ د صدر ښاريې په المجالس بازار کښې د بم چاودنه رامنځته شوه.
د المعلومه د رپوټ له مخې د وړومبنيو خبرونو له مخې په دغه چاودنه کښې پيځلس تنه ژوبل شوي دي.
تر اوسه د دغې چاودنې د لا زياتو تفصيلاتو په اړه څه رپوټ نه دے خپور شوے.
ټیګونه