-
امیر عبداللهیان په سوریې او عراق کې د امریکا پر وروستیو بریدونو نیوکه وکړه
Feb 04, 2024 02:20د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د امریکا وروستي تیري، د هغو غلطو تګلارو نتیجه ده، چې د چارو د حل لپاره یې له پوځي لارې کار اخیستی دی.
-
کابل کې د امریکا سفارت د پرانیستلو هرکلی کوو
Feb 04, 2024 01:58د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په کابل کې د امریکا سفارت د پرانیستلو په اړه له خپرو شویو راپورونو سره سم ویلي، که د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا ډول پرېکړه وي، دوی یې هرکلی کوي.
-
په بلخ او لوګر ولایتونو کې د دوو کورنيو لس غړي وژل شوي
Feb 04, 2024 01:30د افغانستان په بلخ او لوګر ولایتونو کې په دوو جلا پېښو کې د دوه کورنيو لس غړي وژل شوي دي.
-
د آسیا د ملتونو فوټبال جام؛ د ایران ملي لوبډلې جاپان ته ماتې ورکړه
Feb 04, 2024 01:18د ایران د اسلامي جمهوریت د فوټبال ملي لوبډلې له ۱۹ کلونو وروسته، د آسیا د ملتونو د جام په سیالیو کې د جاپان د فوټبال ملي ټیم ته ماتې ورکړه.
-
په روان لمريز کال کې د کابل ـ جلال آباد پر لویه لار ٦٢ ترافیکي پېښې شوي
Feb 04, 2024 00:57د افغانستان په لغمان ولایت کې د طالبانو سیمه ایز چارواکي خبر ورکوي چې د روان لمریز کال په تېرو لسو میاشتو کې د کابل ـ جلال آباد پر لویه د دې ولایت په مربوطاتو کې ٦٢ ترافیکي پېښې رامنځته شوې، چې ۵۳ تنه پکې مړه او ۱۶۷ تنه نور ژوبل شوي دي.
-
د امریکې د بلاغوښتنو دوام د سیمې د صلحې او امنیت لپاره یو ګواښ دی
Feb 03, 2024 11:52د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني د عراق او سوریې په ځینو سیمو باندې د امریکې پوځي حملې په کلکه وغندلې.
-
کابل کښې د وروستیو پيښو د څیړنې ولسي غونډه جوړه شوه
Feb 03, 2024 11:04د کابل په لویدیځ کې د وروستیو پېښو تحلیل او ارزونه تر سرلیک لاندې یوه لویه ولسي غونډه جوړه شوه.
-
د ازبکستان لپاره د طالبانو سفیر خپله دنده پیل کړه
Feb 03, 2024 12:10په ازبکستان کښې د افغانستان د سفارت مسئولیت د طالبانو د معدنونو وزیر مغفور الله شهاب ته وسپارل شو
-
د امریکې بریدونه د داعش د بیا راژوندي کولو په موخه وو
Feb 03, 2024 11:24د سوریې دفاع وزارت د عراق او سوریې په ځینو سیمو باندې د امریکې د وروستیو پیښو ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ چې دا حملې په هغو سیمو وشوې چرته چې د سوریې پوځ له داعش سره په مبارزې بوخت دی.
-
طالبانو په افغانستان کښې د نشه ایزو موادو د کښت د ختمیدو ادعا کړې
Feb 03, 2024 10:57د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت له نشه ایزو توکو سره د مبارزې مرستیال مدعي شو چې په افغانستان کښې د نشه ایزو توکو کر، تولید او قاچاق صفر شوی دی.