پاکستان د امنیت شورا غیردائمي غړیتوب ترلاسه کړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i149190-پاکستان_د_امنیت_شورا_غیردائمي_غړیتوب_ترلاسه_کړ
په داسې حال کې چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ځنډول شوې، پاکستان او څلور نور هېوادونه د امنیت شورا د غیر دایمي غړو په توګه وټاکل شول.
(last modified 2024-06-07T21:18:34+00:00 )
Jun 08, 2024 01:37 Asia/Kabul
  • پاکستان د امنیت شورا غیردائمي غړیتوب ترلاسه کړ

په داسې حال کې چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ځنډول شوې، پاکستان او څلور نور هېوادونه د امنیت شورا د غیر دایمي غړو په توګه وټاکل شول.

د فارس خبري سایټ په لیکنه، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ له پټې رايې اخیستنې وروسته پاکستان، ډنمارک، يونان، پاناما او سوماليا د امنيت شورا د نوو غير دايمي غړو په توګه غوره کړل.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې مشر ډینس فرانسیس ویلي، دغه پنځه هېوادونه به د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۶ کال د دسمبر تر پایې پورې یعنې د دوو کلونو لپاره د امنیت شورا غیر دایمي غړي وي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په انتخاباتو کې چې د پنجشنبې په ورځ (جوزا ۱۷) ترسره شول، پاکستان د ۱۸۵ هېوادونو له ډلې د ۱۸۲ هېوادونو د رایو په ترلاسه کولو وتوانېد او په ملګرو ملتونو کې د اسیايي ډلې استازی شي. په تېرو دوو کې جاپان د اسیا د ګروپ استازیتوب ګټلی و.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د افغانستان د رایې ورکولو حق د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندلو او د غړیتوب د فیس د نه ورکړې له امله ځنډول شوی دی.