د آسیا او فلسطین له اندیښنو سره یو خارجه وزیر؛شهید امیرعبداللهیان
پارس ټوډې – د ایران د اسلامی جمهوریت خدای بخښلی خارجه وزیر شهید حسین امیرعبداللهیان د طوفان الاقصی ناڅاپي عملیاتو له هماغه پیله د فلسطین په ملاتړ کې سیمه ایز پوښش ته په بڼه ورکولو کې مهم رول ولوبوۀ.
د ایران د اسلامی جمهوریت خدای بخښلی خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د مقاومتي چورلیز او د سیمې په سویه د ایران په بهرني سیاست کې یو اغیزشیندونکی شخصیّت ؤ. د لویدیځي آسیا سیمې په وروستیو پیښو کې د ایران د بهرني سیاست د اجرا د سکندر په توګه دهغه د رول تحلیل، د مقاومتی چورلیز په ملاتړ،د طوفان الاقصی له عملیاتو وروسته د ایران د بهرنی سیاست په لازیات خوځښت کې او دغه راز د فلسطین دملت د حقوقو په دفاع کې د فعال رول ښودنه کوي.
په بهرني سیاست کې د انډول رامینځةکیدا؛
د ایران په بهرني سیاست کې انډول د لویدیځ او ختیځ له ظرفیّتونو څخه د استفادې په معنا او په عین حال کې په لویدیځي آسیاسیمې کې دامریکا له یواړخیزو سیاستونو سره مقابله ده. شهید حسین امیر عبداللهیان د بندیزونو لغوه کولو ته د متحده ایالاتو د اړباسلو لپاره د ایران د اغیزشیندونکي قدرت په زیاتولو متعقد ؤ. د هغه په اند، ایران باید د خپل ایټمي پروګرام پر مخ بیولو سره، په خبرواترو کې خپل اړم او آوزار زیات کړي.
امیر عبداللهیان له سی این این خبری چینل سره د روان کال په وري یا حمل میاشت کې په خبرو کې، د امریکا په سیاستونو په سختو نیووکو سره وئیلي وو،امریکا او ډیر لویدیځوال هیوادونه په مختلفو موضوعګانو کې د دوه ګوڼو سیاستونو په اعمالولو پسې دي، په عین حال کې هغه تل له ایران سره دخبرواترو له لورو سره دملګرتیا منونکی ؤ. هغه د ۱۴۰۰لمریز کال په لیندۍ یا قوس میاشت کې هم په یولړڅرګندونو کې وئيلي وو، که منصفانه عمل وکړي، نو مونږ هیڅکله هم نه وایوو چې ملګرتیا نه کوو، دا مقابل لوری دی چې باید خپله لاره اصلاح کړي.
دګاونډيتوب په سیاست تکیه؛
شهید حسین امیرعبداللهیان د ایران بهرنی سیاست دآسیاد چورلیزتوب او دګاونډيتوب د سیاست په اساس بالۀ. هغه په پارلیمان کې د خپل صلاحیّت د تائيدیدا په غونډې کې وئيلي وو، د حکومت دبهرني سیاست لومړیتوب د ګاونډيتوب او آسیائي چورلیزوب کړچار دی او ۲۱پيړۍ له آسیا سره ښائي. په لویدیځي آسیا کې د مقاومتي چورلیز د بریاؤ په سسټماټيک کولو پسې یوو او په ختیځ کې هم د خپلو نړیوالو تجارتونو او د اقتصاد د پراختیا لپاره د نوو پنځیدلو اقتصادي قدرتونو له ظرفیّتونو څخه په استفادې پسې .:
امیر عبداللهیان: د مقاومتي چورلیز د کنډلو کړئ؛
د ایران په بهرني سیاست کې د سیمې لومړیتوب لامل شوڅو شهید امیرعبداللهیان د خارجه وزیر په رول کې د ډيپلوماسۍ او د لویدیځي آسیا د پيښو ترمینځ په ارتباط په ټينګار سره د سیمې د مسئلو پرحل ډير زیات اهتمام ولرل شي.
د فلسطین هراړخیز ملاتړ؛
د ایران د خارجه وزیر په څوکۍ کې د شهید امیرعبداللهیان ترټولو مهم اقدام دغزې د ۲۰۲۳کال له جنګ سره په مخامخیدا کې او د فلسطین د مظلوم ملت په ضد د صهیونیسټي رژیم د حملو په مقابل کې رابرسیره شو. هغه په دغې موضوع کې د ایران د بهرني سیاست خوځښت یو ډول لا لوړ کړ او په دې لړ کې ئې د اسلامی ملګرتیاموسیسېو عمومی اسمبلۍ پشمول په اړونده نړیوالو اورګانونو او ادارو کې بیړنئ غونډې او دغه راز په سیمه ایزو او نړیوالو کنفرانسونو کې ګډون په ایجنډا کې درلود.
د حقیقي حل لارو وړاندې کول؛
د ایران خدای بخښلی خارجه وزیر د ۱۴۰۲لمریز کال په کب میاشت کې د اسلامی ملګرتیا موسیسې د خارجه وزیرانو په بیړنۍ غونډې کې په قدس کې د لازیاتو اقداماتو څخه د صهیونیسټ رژيم د غړولو لپاره شپږ مشخص وړاندیزونه وړاندې کړل چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړانډې کوو.
- دملګروملتو له عمومی اسمبلۍ ددغه رژيم ویستل او په نورو اورګانونو کې ئې دغړیتوب مخنیوی،
- له غزې څخه بهر ته د وحشي رژيم د پوځیانو شاتګ د جنګي جنایتونو او نسل وژنې فوری دریدا او د غزې تړانګې درستو سیمو ته د انسان دوستۍ د لازیاتو مرستو رسول.
- د هغو کسانو د موقته دیره کیدا دامکان د شرائطو د رامینځةکولو لپاره هڅه چې خپل کورونه ئې له لاسه ورکړي دي.
- په درستې غزې تړانګې کې د درم لنې د مرکزونو او روغتونونو سنبالتیا او پرانیستل کیدا
- د درملنې لباره له فلسطینه بهر ته د ښځو او ماشومانو او دډيرو زخمي شوو ټپيانو دمنتقلولو ضرورت
- د مصر په ملګرتیا او د ملګروملتو د سرمنشي په مرستې سره د رفح د لارې زرتر زره پرانیستل
(دغه مطلبپه درنښت او ستاینې سرهله مهر خبری آژانسڅخه اخستل شوی دی)