-
د کرار ډرون په راتګ سره د دافع هوا توان زیاتیږي
Dec 10, 2023 09:14د ایران هوايي ځواک ته په مجید توغندي د سنبال کرار ډرون د ورکړې دستورې نن سهار ترسره شوې.
-
طالبان د افغانستان د معدنونو په برخه کښې د بهرنۍ پانګونې غوښتونکي دي
Dec 10, 2023 08:05طالبانو د افغانستان د معدنونو په برخه کښې د بهرنۍ پانګونې غوښتنه کړې ده
-
د اسلامي ملګرتیا سازمان د صهیونیسټانو جنایت وغنده
Dec 10, 2023 08:03د اسلامي ملګرتیا سازمان په لویدیځې غاړې کښې په الفارعه کیمپ کښې د صهیونیسټي رژیم جنایت وغنده
-
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر پاکستاني پاسپورټ نه دی کارولی
Dec 10, 2023 06:28طالبانو له امریکایانو سره د مذاکراتو په لړ کښې قطر ته د تګ لپاره د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر«سراجالدین حقانی» له خوا د پاکستاني پاسپورټ د کارولو په هکله د دغه هیواد د رسنیو رپورټ دروغ وباله
-
طالبانو په افغانستان کښې د زده کړې په هکله د ملګرو ملتو رپورټ رد کړ
Dec 10, 2023 06:14د طالبانو د حکومت د ښوونې وزارت په افغانستان کښې د زده کړې د کیفیت د ټیټوالي او له ښوونځیو د ښځینه ښوونکو د ایستل کیدو په هکله د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د څارونکي رپورټ رد کړی دی.
-
لوېدیځ قدرتونه باید له اسرائیلو سره همکاري بنده کړي
Dec 10, 2023 04:35د پاکستان د ګوندونو مشرانو په یوې ناستې کې ټینګار وکړ، چې لوېدیځ قدرتونه باید د فلسطینیانو په خلاف د جنایتونو په ترسره کولو کې له اسرائیلی رژیم سره له ملګرتیا لاس واخلي.
-
مزار شریف ښار کې د موبایلونو دوه تنه غله و وژل شول
Dec 10, 2023 01:35د بلخ ولایت مقام وایي چې په مزار شریف ښار کې د موبایلونو دوه تنه غله له امنیتي ځواکونو سره په یوه نښته کې ووژل شول.
-
د لبنان په جنوب کښې د صهیونیسټی پوځیانو په مورچو د مقاومت ځواکونو توغندوی برید وکړ
Dec 08, 2023 02:11د ایرنا د خبر له مخې توغندی د لبنان له جنوب په الجلیل کښې د کریات شمعونه د صهیونیسټی میشت ځای په لور توغول شوی دی.
-
سورسمندر د صهیونیسټي کشتیو د تګ راتګ لپاره ممنوع دی
Dec 07, 2023 12:32د یمن د ملي نجات حکومت دفاع وزیر وويل: سور سمندر له عقبه خلیجه رانیولې تر باب المندب پورې د جنایتکار صهیونیسټي رژيم د کشتیو هرډول تګ راتګ لپاره ممنوع دی.
-
عربستان او اماراتو ته د روسیې د ولسمشر سفر
Dec 07, 2023 12:01دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون په یوه ورځني سفر متحده عربي اماراتو او عربستان ته تللی. د دغو دواړو هېوادونو له چارواکو سره د ولادیمیر پوتین د خبرواترو چورلیز، د دوه اړخیزې اړیکې او د غزې د جنګ په ګډون نړیوالې مسئلې دي. دغو دواړو هېوادونو ته د ولادیمیر پوتین سفر یوازې ۲۴ ساعته وخت واخیست او بیرته ماسکو ته ستون شو.