د کرار ډرون په راتګ سره د دافع هوا توان زیاتیږي
د ایران هوايي ځواک ته په مجید توغندي د سنبال کرار ډرون د ورکړې دستورې نن سهار ترسره شوې.
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ مشر قومندان ټینګار وکړ چې د مجید په نامه له هوا نه په هوا کښې په هدف ویشتونکو توغندیو باندې د سنبال «کرّار» ډرون په شاملیدو سره به د هوايي پوځ دفاعي ځواکونو ته د پام وړ توان او طاقت ورکړي.
د ایران هوايي ځواک ته په مجید توغندي د سنبال کرار ډرون د ورکړې دستورې نن سهار ترسره شوې.
په لسګونو "کرار" بې پیلوټه الوتکې چې لوړ دفاعي توان لري، د ایران د پوځ د مشر قومندان جنرال «سید عبدالرحیم موسوي» او د دافع هوا ځواکونو د قومندان «علیرضا صباحي فرد» او د یوشمیر نورو پوځي چارواکو په شتون کښې، دغه ځواک ته ورکړې شوې.
په دې موقع جنرال سید عبدالرحیم موسوي وویل: د ډیرې مودې له کار، هلوځلو، ډیزایننګ او پلاننګ وروسته نن د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د دافع هوا ځواک د توانمنۍ د یوې بلې ترقۍ کتونکي یوو.
هغه زیاته کړه: له مودو راهیسې مو دا ضرورت احساسوه چې باید یوه داسې الوتکه ولرو چې هی څه یې د هیواد کورنیو پوهانو په لاس جوړ شوي وي.