عربستان او اماراتو ته د روسیې د ولسمشر سفر
https://parstoday.ir/ps/news/world-i142808-عربستان_او_اماراتو_ته_د_روسیې_د_ولسمشر_سفر
دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون په یوه ورځني سفر متحده عربي اماراتو او عربستان ته تللی. د دغو دواړو هېوادونو له چارواکو سره د ولادیمیر پوتین د خبرواترو چورلیز، د دوه اړخیزې اړیکې او  د غزې د جنګ په ګډون نړیوالې مسئلې دي. دغو دواړو هېوادونو ته د ولادیمیر پوتین سفر یوازې ۲۴ ساعته وخت واخیست او بیرته ماسکو ته ستون شو.
(last modified 2023-12-07T20:49:20+00:00 )
Dec 07, 2023 12:01 Asia/Kabul
  • عربستان او اماراتو ته د روسیې د ولسمشر سفر

دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون په یوه ورځني سفر متحده عربي اماراتو او عربستان ته تللی. د دغو دواړو هېوادونو له چارواکو سره د ولادیمیر پوتین د خبرواترو چورلیز، د دوه اړخیزې اړیکې او  د غزې د جنګ په ګډون نړیوالې مسئلې دي. دغو دواړو هېوادونو ته د ولادیمیر پوتین سفر یوازې ۲۴ ساعته وخت واخیست او بیرته ماسکو ته ستون شو.

د روسیې ولسمشر د کرونايي بحران له پيلیدا وخت راهیسې لوېدیځي آسیایي هېوادونو ته سفر نه وو کړی. سیمې ته د هغه ترټولو وروستی سفر همداراز په ۲۰۱۹کال کې   عربستان او متحده عربي اماراتو ته ترسره شوی وو. په عین حال کې ولادیمیر پوتین په منظم ډول د نورو نړیوالو پېښو په څنډې کې له عربو مشرانو سره په تماس کې دی. البته د فارس خلیج د حوزې دغو دوو هېوادونو ته د هغه سفر د دې ښودنه کوي چې حتی د متحده ایالاتو سیمه ایز متحدان هم د واشنګټن غوښتنو ته کومه پروا نه کوي.

لوېدیځي آسیا سیمې ته د روسیې د ولسمشر سفر  او ددغې سیمې ددوو مهمو عربو هیوادونو له مشرانو سره  یعني  دعربستان او  متحده عربی اماراتوله مشرانو سره  لیده کاته  ځیني مهم پیغامونه او مهمې نتیجې لري . لومړی دا چې د  روسیې په تیره بیا د  پوتین د نړیوالې منزوي کیدا لپاره  د لویدیځ په تیره بیا دامریکا   له هڅې سره سره البته  د فارس خلیج د حوزې دغو دوو مهمو عربو هیوادونو ته دپوتین سفر په حقیقت کې  ددې ښودنه کوي، چې د هغه  دمنزوي کولو په تیره بیا  د هیګ نړیوالې محکمې له خوا د هغه دنړیوالې نیونې  د حکم د صادریدا لپاره د لویدیځ له هڅو سره سره ،البته ولادیمیر پوتین  همتغه راز په نړیوال ډګر کې  اغیرشیندونکی شتون لري  او نورو هیوادونو ته خپلو سفرونو ته دوام ورکوي. ددې په ترڅ کې چې په متحده عربی اماراتو کې له ولادیمیر پوتین څخه بې مخینې هرکلی  له یوه پلوه  د اماراتو لوړپوړو چارواکو لپاره دغه هیواد ته د روسیې د ولسمشر د سفر د اهمیّت ښودنه کوي  او له بل پلوه  له روسیې سره د اړیکو له پراختیا څخه  دغړولو په باب د امریکا خبرداریو  او غوښتو ته د بې پامۍ ښودنه کوي. 

سره له دې چې   عربستانیانو هم  دولادیمیر پوتین  د وررسیدا په مهال  له هغه ډير تود هرکلی  وکړ چې  دغه چاره  په سیمه ایز او نړیوال  ډګر کې  د یوه اغیز شیندونکي  هیواد په توګه  روسیې ته د ریاض د  نظر ښودنه  کوي.  د روسیې د بهرني او دفاعي  سیاست د شورا مشر فئو ډورلوکیانوف  په دې اند دی چې  د فارس خلیج  دوو اساسی قدرتونو ته  د پوتین سفر ، یوه داسې روښانه نښه ده چې روسیه   له  خپلې نړیوالې انزوا  د وتلو په حال کې  ده . لوکیانوف وائي ، دغه سفر  په مینځني ختیځ کې د نفوذ د اعمالولو لپاره د روسیې  هدف پر مخ بوځي  او ښئ  چې متحده عربی امارات او سعودي عربستان ، د متحده ایالاتو دوه دودیز  متحدان لیواله دي ،خپل  بهرنی  سیاست  متعادل وساتي .

Image Caption

له بل پلوه  دروسیې د ولسمشر سفر یو بل پیغام هم لری او هغه دا چې د لویدیخ  متحد عرب هیوادونه  د لورو ددلچسپۍ وړ زمینو په تیره بیا دانرژۍ په زمینې کې او ځینو نورو مسئلو کې له روسیې سره تعامل او ملګرتیا غواړي، چې د تیلو او انرژۍ د بیّو او تولید په زمینې کې ئې امریکا او اروپایانو ته  ځیني کلک ځوابونه هم ورکړي دي.

دوهمه مهمه موضوع چې  اماراتو او عربستان ته د ولادیمیر پوتین  د سفر په باب یوه مهمه موضوع وه ، د غزې جنګ او د فلسطین د بدلونونو په باب ددغو هیوادونو له مشرانو سره ئې ارزونې او او مشورې وې. دې ته په پام سره چې  ا مریکا دغزې په جنګ کې د اوربند د رامینځةکولو په ځ اي  داسرائيلو بې قید اوشرطه  متحد په توګه   د وسلو او تجهیزاتو  او سیاسی ملاتړونو په کولو سره  ددغه جنګ  د د اور د اصلی لمبو پورته کولو سبب شوې ده  او په امنیت شورا کې ئې  هم په غزې د اسرائيلو  د حملو د درولو لپاره  دپریکړه لیک د تصویبیدا  خنډ شوې ده ، اوس ځیني عرب هیوادونه په غزې  کې د خونړیو  شخړو دختمولو  او اوربند ته د صهیونیسټي رژیم  داړباسلو لپاره  د روسیې پشمول دنورو نړیوالو قدرتونو  په ملګرتیا سره  دبلې حل لارې  دموندولو  په هڅو پسې دي . ولایدیمیر پوتین  د غزې د جنګ له پيیلیدا د وخت راهسې په کرتو په اسرائيلو نیوکې کړي او په غزې کې  انساني غمیزه محکومه کړې ده او دیوه خپلواکه فلسطیني هیواد  دجوړیدا غوښته  ئې هم کړې ده.