-
اردوغان: فلسطین باید خپله فلسطینیان اداره کړي
Oct 09, 2025 03:53د ترکیې ولسمشر په دې خبرې سره چې د دې هیواد لومړیتوب په غزې کښې د هراړخیزه او فوري اوربند او دغې سیمې ته د خلکو د انساني مرستو رسول دي، وویل: غزه باید د فلسطین د خلکو ټاټوبی پاتې شي او د هم دوي له لورې اداره شي.
-
پاکستان د خپواکه فلسطیني هیواد له جوړولو بې قیدوشرطه ملاتړ کوي
Oct 09, 2025 03:49د پاکستان د پوځ د قومندانانو ګډه غونډه پرون د مشر قومندان مارشل عاصم منیر په مشرۍ ترسره شوه.
-
د فلسطین د مقاومت ځواکونو په غزه کې د صهیونیسټانو په پوځي اهدافو بریدونه وکړل
Oct 09, 2025 01:48پارس ټوډې - د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) پوځي څانګې په غزه کې د صهیونیسټانو د پوځیانو د دیره کیدو د یو ځای او د هغوی د یو ټانک د ویشتلو خبر ورکړ.
-
د نړۍ د مخکښانو په آزادې کشتۍ کښې د ایران ځلیدا / یو ایراني ځوان د آسیا د بیلیارډ په هی بال کښې د سپینو زرو میډل وګټه
Oct 08, 2025 11:51پارس ټوډی – د نړۍ د مخکښانو د آزادې کشتۍ په سیالیو کښې د ایران لوبغاړي توانیدل چې د سرو زرو د یو او د برنزو د دوو میډلونو په ګټلو سره د ایران د سپورټ لپاره یو بل ویاړ رامینځته کړ.
-
د ایکس عرب یوزران: د سوریې انتخابات یوه ډرامه وه / دلته د تورو د باچاهي ده
Oct 08, 2025 09:46پارس ټوډی – د ایکس ټولنیزې شبکې عرب ژبې یوزرانو د سوریې انتخاباتي پارلیمان یوه خندونکې ډرامه وبلله.
-
خبرونه | عراقچي: امریکایان د اسراییلو تر څنګ له جګړې پوزې ته راغلي دي / روسیې اروپا ته خبرداری ورکړی
Oct 08, 2025 08:31پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ایکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل: امریکایان د اسراییلو د "نه ختمیدونکو جنګونو" لپاره له جنګیدو ستړي شوي دي.
-
اسلامی ایران تل د سیمې د سولې او امنیت په لټه کې دی
Oct 08, 2025 03:37د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د سوئیس له نوي سفیر سره په کتنې کې د اسلامي انقلاب له بریا وروسته د تهران او واشنګټن ترمینځ د اړیکو دچینل په توګه د سویس تاریخي رول مهم وباله او د دغه هېواد نوي سفیر ته ئې وویل: تاسو باید هڅه وکړئ چې دا واقعیت امریکائي چارواکو ته ورسوئ چې ایران د خپلو بنسټیزو اصولو او پالیسیو پر اساس ، هیڅکله د ایټمي وسلې په لټه کې نه دی.
-
خبرونه | امیرالبحر ایراني: کاسپین سمندر د بهرنیانو د مانور کولو ځای نه دی / واتیکان: اسراییل نسل وژنه کړې ده
Oct 07, 2025 06:55پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري ځواکونو قوماندان، په دې ټینګار سره چې کاسپین سمندرګی داسې چاپیریال نه دی چې بهرنیان دې په کښې مانورو کولو لپاره ځای ورکړي، وویل: د کاسپین سمندرګي شاوخوا کافي قدرت او طاقت راټول شوی دی.
-
د فلسطین د علماو د ټولنې مشر: طوفانالاقصی د لویدیځوالو د ډیموکراسۍ دروغ رسوا کړل
Oct 07, 2025 09:03پارس ټوډی – د فلسطین د عالمانو د ټولنې مشر وویل: د فلسطین د مقاومت جرأتمندانه عملیات چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ نیټه د «طوفان الاقصی» عملیاتو تر عنوان لاندې ترسره شول، په یوې نړیوالې بیدارۍ بدل شوي دي.
-
ګارډین: لویدیځ په غزه کې د "سولې په وهم" زړه خوشالوي
Oct 07, 2025 07:57پارس ټوډې - یوې برطانوي رسنۍ لیکلي: لویدیځ د "سولې پروسې" په وهم سره د صهیونیسټ رژیم د نیواک او جنایتونو په واقعیت ته سترګې پټې کړې دي او دا یوه داسې پروسه ده چې نه یوازې په تیرو ۷۵ کلونو کې پای ته نه ده رسیدلې، بلکې په منظم ډول یې مشروع بڼه هم غوره کړې ده.