-
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د مشر قومندان صلاحکار: له صهیونزم څخه د کرکې څپه هره ورځ په زیاتیدو ده.
Dec 15, 2025 07:06پارس ټوډی – د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د مشر قومندان صلاحکار د امریکې په عامه افکارو کښې له صهیونیسټي رژیمه د کرکې په زیاتیدو باندې په ټینګار سره وویل: د نتانیاهو افراط پالنې نړیوال صهیونزم ذلیله کړی دی.
-
د عربستان رسندویو د مسجدالحرام د امام خطبې سانسور کړي دي
Dec 13, 2025 09:12د مسجدالحرام د جمعې د لمانځه د خطبې هغه برخې چې د غزې په اړه وه،د سعودي عربستان د ټيلیوژني چینلونون لهخوا سانسور شوې،چې له امله ئې د ټولنیزو چینلونو د کاروونکو پراخې نیوکې راوپارولي دي.
-
نړیواله ټولنه دې د افغانستان پر طالب حکومت دباؤنه زیات کړي
Dec 13, 2025 08:47د پاکستان لومړي وزیر له پولې د ورآخوا دکنټرولولو په برخې کې د افغانستان د طالبانو د حکومت پر ناکامۍ سخته نیوکه وکړه او له نړیوالې ټولنې ئې وغوښتل چې د افغانستان له خاورې د وسلهوالو ډلو د فعالیت د مخنیوي لپاره دې پر کابل دباؤ زیات کړي.
-
ترکیه د پاکستان او افغانستان ترمینځ د اوربند د ساتلو لپاره مرستې ته چمتو ده
Dec 13, 2025 08:32د ترکیې ولسمشر د پاکستان له لومړي وزیر سره په لیدنې کې ووئيل؛ انقره د پاکستان او افغانستان ترمینځ د اوربند د تمدید هرکلی کوي او د دواړو خواوو ترمینځ د نهښکېلتیا د وضعیت د ساتلو لپاره د رول د لوبولو چمتووالی لري.
-
د افغان کډوالو بیرته ستنیدا دنړیوالې ټولنې جدی مرستو ته اړتیالري.
Dec 11, 2025 08:18پارس ټوډی- په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي سفیر او استازي «امیر سعید ایرواني» وویل د افغانستان د کډوالو پایداره بیرته ستنیدل د نړیوالې ټولنې حقیقي پانګونې ته اړتیا لري.
-
د کابل حکومت دې د اسلامآباد او ټي ټي پي ترمینځ یو انتخاب وکړي
Dec 09, 2025 02:21د پاکستان د پوځ مشر قوماندان په سختې لهجې سره د افغانستان د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی چې د پرېکړې وخت رسېدلی او کابل باید د اسلامآباد له اړیکو یا د تحریک طالبان پاکستان (TTP) له ملاتړ څخه یو انتخاب وکړي.
-
د افغانستان او ایران د د لوړو زدهکړو ملګرتیاوې پراخیږي
Dec 09, 2025 02:18د افغانستان د لوړو زدهکړو وزیر، مولوي ندا محمد ندیم، د ایران د اسلامی جمهوریت د اسلامي آزاد پوهنتون له مؤسس او د علمی بورډ له مشر ، علياکبر ولایتي سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
-
له افغانستانه تر انګلستانه؛ په کرهڼې او رسنیو کې د ښځو پر ضد د ډیجیټلي تاوتریخوالي پر ضد مبارزه
Dec 09, 2025 01:20پارس ټوډې – په داسې حال کې چې د خوړو او کرهڼې نړیوالې ادارې (فائو) د خوندي ډیجیټلي فضا نشتوالی د افغانستان د ښځو د رول اصلي خنډ بللی، په انګلستان کې یو مشهور پخوانی فوټبالر د ښځو پر ضد د ځورونکو او توکمپالو غوښتو د خپرولوپه و جه په مشروط بند محکوم شوی دی.
-
عراقچی : ایران هوډ لري چې خپل سوله ایز اټومي پروګرام ته دوام ورکړي
Dec 08, 2025 08:16د ایران د بهرنیو چارو وزیر د هغو ادعاوو په اړه چې ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه اندیښنو ته د رسیدو اراده لري، ټینګار وکړ چې امریکا او اروپایان او نور لوري دې د تهران باور او اعتماد ترلاسه کړي.
-
نړیوالې رسانئ؛ کله چې د امریکا GBU بمونه په ایرانيو وسلوبدلیږي شي
Dec 07, 2025 11:33پارس ټوډي – د سيمې ځينې رسنۍ وائي چې دلبنان حزبالله د امریکا د GBU-39B بم انځورونه او پرزې ایران ته سپارلې دي، او ایران غواړي د دغه بم د نفوذ او هدایت وړتیا د «فتاح» نومې هایپرسونیک توغندیو په سرګلوله(میرمي) کې ولګوي .