نړیواله  ټولنه دې د افغانستان پر طالب حکومت دباؤنه زیات کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i168384-نړیواله_ټولنه_دې_د_افغانستان_پر_طالب_حکومت_دباؤنه_زیات_کړي
د پاکستان لومړي وزیر  له پولې د ورآخوا دکنټرولولو  په برخې کې د  افغانستان د طالبانو د حکومت پر ناکامۍ سخته نیوکه وکړه او له نړیوالې ټولنې ئې وغوښتل چې د افغانستان له خاورې د وسله‌والو ډلو د فعالیت د مخنیوي لپاره دې پر کابل دباؤ زیات کړي.
(last modified 2025-12-13T04:21:26+00:00 )
Dec 13, 2025 08:47 Asia/Kabul
  • نړیواله  ټولنه دې د افغانستان پر طالب حکومت دباؤنه زیات کړي

د پاکستان لومړي وزیر  له پولې د ورآخوا دکنټرولولو  په برخې کې د  افغانستان د طالبانو د حکومت پر ناکامۍ سخته نیوکه وکړه او له نړیوالې ټولنې ئې وغوښتل چې د افغانستان له خاورې د وسله‌والو ډلو د فعالیت د مخنیوي لپاره دې پر کابل دباؤ زیات کړي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان لومړي وزیر «شهباز شریف» د «۲۰۲۵ کال د سولې او باور نومې نړیوال فورم» کې، چې د نړیوالې بې پلوه   ورځې او د ترکمنستان د دايمي بې‌طرفۍ د دېرش کلنۍ په مناسبت په عشق‌آباد کې جوړ شوی و، وینا وکړه او له نړیوالې ټولنې ئې وغوښتل چې د افغانستان  د طالبانو پر حکومت دې  د خپلو نړیوالو ژمنو د پلي کولو لپاره دباؤنه زیات کړي.

هغه وویل، پاکستان تمه لري چې د طالبانو حکومت د افغانستان له خاورې د وسله‌والو ډلو د فعالیت مخه ونیسي.

شهباز شریف ټینګار وکړ چې سرحدپاله ناامني او ترهګري د سیمې د ثبات لپاره جدي ګواښ دی، او د دې ګواښ پيزواني کول د نړیوالې ټولنې  غږمله ملګرتیا او د باؤنو زیاتولو  ته اړتیا لري.

د پاکستان لومړي وزیر په عین حال کې د سیمې او د فارس خلیج د هېوادونو، لکه قطر، ترکیې، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او ایران له هڅو مننه وکړه چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د اوربند د ټینګښت لپاره ئې منځګړیتوب کړی، خو خبرداری ئې ورکړ چې دا اوربند لا هم «ډېر نازک» دی

هغه زیاته کړه چې اسلام‌آباد به د هر  رښتینې سیمه‌ییز نوښت ملاتړ وکړي چې د تاوتریخوالي د کمولو او د سرحدي شخړو د مخنیوي سبب شي، او د دوامدار ثبات لپاره ئې د دغو هڅو د دوام غوښتنه وکړه.

پاکستان څو ځله د افغانستان طالبان د تحریک طالبان پاکستان (TTP) په څېر  د ډلو د کنټرولولو په برخې کې په ناکامیدا تورن کړي دي، خو د افغانستان  د طالبانو حکمت دا تورونه په زغرده ردوي او وائي چې پاکستتان دې خپلې ستونزې په داخل کې  حل کړي  او پر نورو دې نه تپي.