د افغان کډوالو بیرته ستنیدا دنړیوالې ټولنې جدی مرستو ته اړتیالري.
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i168332-د_افغان_کډوالو_بیرته_ستنیدا_دنړیوالې_ټولنې_جدی_مرستو_ته_اړتیالري.
 پارس ټوډی- په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي سفیر او استازي «امیر سعید ایرواني» وویل د افغانستان د کډوالو پایداره بیرته ستنیدل د نړیوالې ټولنې حقیقي پانګونې ته اړتیا لري.
(last modified 2026-02-21T08:28:14+00:00 )
Dec 11, 2025 11:48 Asia/Kabul
  • د افغان کډوالو بیرته ستنیدا دنړیوالې ټولنې جدی مرستو ته اړتیالري.

 پارس ټوډی- په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي سفیر او استازي «امیر سعید ایرواني» وویل د افغانستان د کډوالو پایداره بیرته ستنیدل د نړیوالې ټولنې حقیقي پانګونې ته اړتیا لري.

  په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي او سفیر «علي بحریني» د افغانستان له میلیونونو ښاریزو څخه د ایران د څه د پاسه څلویښت کاله سخاوت څخه ډکې میلمستیا ته په اشارې سره ټینګار وکړ:د افغانستان د کډوالو د شخړې او د پایداره شرایطو د رامینځته کولو اساسي حل لاره په خدماتو، کار روزګار او بیخ بنایانو کښې د نړیوالې ټولنې د حقیقي پانګونې له لارې د هغوې بیرته ستنولو ته  ضرورت لري.

په همدې ارتباط په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي او سفیر «امیر سعید ایرواني» هم د افغانستان د کډوالو په هکله په خپلو ژمنو باندې د نړیوالې ټولنې په عمل نه کولو باندې نیوکې سره وویل په راتلونکي میلادي کال کښې د مرستو ډیر کمول د دغه سستۍ روښانه نښه ده. له نړیوال  حقیقي پیوستون ددغه پيټي له عادلانه  و یش  او ملموس مالی  ملاتړ پرته به په ځان له سره  د څه دپاسه شپږ میلیون کډوالو کوربتوب نامتناسب پيټی  پر اوږو یو نه وړل شي.

ایراواني روښانه کړه ،د بې مدرکه  افغان پناه غواړو بیرته ستنیدا په بشپړ ډول  انساني کرامت ته په احترام  سر ه او د ا نسان دوستۍ د اصولو او نړیوالو حقوقو په بشپړ  رعایتولو سره ترسره شوې ده.