دغه میرمن اته اینچې باڼه لري
زمونږ خبریال وايي په چین کښې یوه (۱) داسې میرمنه شته چې اته(۸) اینچې باڼه لري او هغې اوس خپل نوم په ګینیز بک اف ورلډ ریکارډز( Guinness Book of Records ) کتاب کښې ثبت کړی دی .
نړیوالو رسنیو ویلي دي چې د چین دغه میرمنه «یون جیانژیا» د دنیا یوازنۍ میرمنه ده چې باڼه یې اته(۸) اینچې دي .
هغې په دوه زره شپاړسم (۲۰۱۶) میلادي کال کښې هم د خپلو باڼو په وجه نړیوال ریکارډ جوړ کړی وو او هغه وخت د هغې باڼه څلور(۴) اعشاریه اته اتیا (۸۸)اینچه و .
د چین دغه میرمنې په ګینز بک اف ورلډ ریکارډز کتاب کښې د خپلو نوم په ثبتولو باندې د خوشحالۍ په څرګندولوسره وویل ما په دوه زره پینځلسم (۲۰۱۵) میلادي کال کښې داسې احساس کړي وه چې زما باڼه ورځ تر بلې زیاتیږي او ما بیا له ډاکټر سره مشوره وکړه .
د چین دغه میرمنې وویل ډاکټر زما بشپړه طبي معاینه وکړه خو د باڼو د اوږدیدا علت معلوم یې معلوم نکړی شو .
هغه وايي زمونږ په خپلوانو او پلارانو او نیکونو کښې د هیڅ چا باڼه دومره اوږده نه وې .