یوه ښاریز موبائیل ټیلي فون روغ تیر کړ
(last modified Tue, 07 Sep 2021 11:49:11 GMT )
Sep 07, 2021 16:19 Asia/Kabul
  • یوه ښاریز موبائیل ټیلي فون روغ تیر کړ

زمونږ خبریال وايي په اروپايي هیواد کوسوو (kosvo) کښې درې دیرش (۳۳)کلن سړي په قصدي ډول نوکیا(nokia) موبائیل ټیلي فون روغ تیر کړ او روغتون ته یوړل شو .

دغه  سړی د اروپايي هیواد کوسوو د پلازمینې پریسټینا (pristina) ښاریز دی او هغه په قصدي ډول د نوکیا شرکت جوړ موبائیل ټیلي فون روغ تیر کړ او بیا حیرانه و چې څه وکړي .

دغه سړي داسې فکر کاوه چې د ده په خیټه کښې موبائیل به په اتومات ډول په بلې لارې سره ووځي خو د هغه دغه فکر غلط ثابت شو .

په څلورمه(۴) ورځ د سړي په خیټه کښې سخت درد شو او روغتون ته لاړ .

د کوسوو هیواد دغه سړي روغتون ته په ورتلو سره ډاکټرانو ته حقیقت ونه وایه او یوازې په خیټه کښې د درد لرلو خبره یې وکړه .

کله چې ډاکټرانو هغه معاینه کړه نو ویې لیدل چې د هغه په خیټه کښې موبائیل ټیلي فون شته او هغوې زیات حیرانه شول .

ډاکټرانو وروسته بیا په اپریشن او جراحۍ سره د هغه له خیټې موبائیل وویست .

د دغه سړي اپریشن کونکي ډاکټر سکندر تیلکو وویل کله چې مونږ د دغه سړي سکین وکړ او د نتیجې په راتلو سره مو له هغه پوښتنه وکړه چې ولې دې موبائیل تیر کړی دی نو هغه په شرم سره اعتراف وکړ چې ما په قصدي ډول موبائیل ټیلي فون تیر کړی خو هغه د خپل دغه کار د ترسره کولو سبب بیان نکړ .

 

ټیګونه