افغانستان او پاکستان په تېره اوونۍ کې
د سونګو د صاداراتو د دوام په موخه د ایران له پرېکړې د افغانستان هرکلی
د افغانستان د ښوونېز او روزنېز نظام د ړنګېدو خطره، په افغانستان کې د انتقالې ادارې له طرحې څخه د حکمتیار هرکلی، د افغان هزاره قومیتونو وژله او د لوېدیځوالو دوه ګوني معیارونه
په افغانستان کې د خونړیو ټروریستي بریدونو دوام، په افغانستان باندې د امریکې د یرغل د کلیزې په مناسبت د طالبانو اعلامیه، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د شورا د ځانګړی راپورچي د ماموریت غځېدل، د پاکستان او د امریکا د فوځي قومندانانو لیده کاته و د پاکستان په مخکنی لومړي عمران خان باندې د اوسني لومړي وزیر شهباز شریف تور لګونې د تېرې اوونۍ مهمې پېښې وې.د طالبانو د سوداګریو او د صنعت وزارت افغانستان ته د ایران څخه د سونګو د صادراتو د هوکړې له غځېدو څخه هرکلی کړی دی.
د طالبانو د سوداګریو او د صنعت وزارت په یوه اعلامیه کې افغانستان ته د سونګو د صادراتو د هوکړې د غځېدو لپاره د ایران له پرېکړې څخه په هرکلی سره، وویل چي دغه بهیر د څلورو نورو میاشتو لپاره غځول شوی دی.
د طالبانو د سوداګریو وزارت اعلان وکړ چي دغه وزارتخانه له خپلو ټولو امکاناتو کار اخلي څو د وارداتي لارو په مخکې خنډونه او په دغه هیواد کې د سونګو او ضروري توکو د کمښت مخنیوی وکړي.
په وروستیو میاشتو کې د سونګو قېمت منجمله د تېلو او ګازو قېمت په افغانستان کې په بې سارې توګه لوړ شوی دی، تېره ورځ هم د طالب چارواکو د افغانستان شمالي پولې حیرتان ته له روسیې څخه د تېلو د لومړنۍ جوپې د رارسېدلو خبر ورکړ.
په افغانستان کې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګوسټ په میاشته کې د طالبانو د بیا واکمنېدو را په دې خوا، او د افغانستان په اقتصاد باندې د لوېدیځو هیوادونو بندیزونه، دغه هیواد کې لوی بحران رامینځ ته کړی دی ، امریکا د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کې په بهر کې د افغانستان د مرکزي بانګ ۱۰ میلیارد ډالریزه شتمنی کنګل کړ.
د یادو ستونزو سره په هممهاله توګه، د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنې څخه د نړیوالې ټولنې پرهېز او دې هیواد سره د نړیوالو مرستو بندېدا په افغانستان کې د اقتصادي پاشلتیا نښې او نښانې راښکاره شوي دي.
د بحران د نړیوالې ادارې ادارې په وروستي راپور کې راغلی دی:
د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، د افغانستان د شتمنیو کنګلېدا او د نړیوالو مرستو بندېدا د دې هیواد حکومت د پاشلتیا تر سرحده پورې رسولی دی، د حکومت د مامورینو تنخواوې نه ورکول کیږي، لومړني خدمات ولس ته نه وړاندې کیږي، مالي څانګه فلجه شوې او ازاد اقتصاد د نسکورېدو په حال کې دی.
د خوراکي توکو د بیې زیاتېدا او بې سارې ګرانۍ له یوې خوا او د افغانستان د ملی اسعارو یعني د افغانۍ د ارزښ کمېدا له بلي خوا د افغانستان حالات دومره پیچلی کړی چي بشري او نړیوالې مرستندویې ادارې دغه هیواد کې د پراخې لوږې، کاختی او د بشري ناورین د رامینځ ته کېدو په هکله یې پرلپسې خبرداری ورکړي دي.
په پېسیفیک او اسیا کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مشرې وایي: له دې مخکې چي طالبان د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګوست په میاشته کې واکمن شي، د افغانستان اقتصاد د ۲۰ میلیارد ډالریز داخلی ناخالص تولید (GDP) په درلودلو سره ډېر وړوکی اقتصاد لرل چي په یوه کال کې کابو ۵ میلیارد ډالره یې له لاسه ورکړ.
د افغانستان د شتمنیو په کنګلولو کې د امریکا او د اروپا سیاست او همدارنګه د نړیوالو د مرستو کمېدا، د هغوی د ادعا په اپوټه تر ټولو زیات د افغانستان ولس ته زیان رسولی دی.
په داسي یو حالاتو کې د ایران اسلامي جمهوریت په تېر یو کال کې، له تېرو لسیزو را په دې خوا د خپل اصولي سیاست په دوام کې، د افغانستان له ولس څخه یې ملاتړ زیات کړی او د طالبانو د واکمنېدو را په دې خوا یې د درملو نیولې بیا تر خوراکي توکو پوري په لسګونو مرستندویې جوپې یې دې ته هیواد ته لېږلی دی.
په دې لړ کې ایران د افغانستان د خلګو له معیشت او اقتصاد سره د مرستې په خاطر دې هیواد ته د تېلو په شمول د سونګو تامین ته هم توجه کړې ده او تهران هڅه کوي چي د افغان ولس په وړاندې د امریکا او اروپا د غلیمانه سیاستونو سره سره، د افغانستان د سونګو اړتیاوې تامین کړي.
ایران په داسي حال کې افغانستان ته د سونګو د صادراتو بهیر د څلورو میاشتو لپاره غځولی دی چي د ژمي په درشل کې یو او په افغانستان کې هوا په سړېدو ده، د ایران دغه اقدام په داسي وخت کې تر سره شوی چي لوېدیځوالو افغانانو سره یې هر ډول مرستې له سیاسي مسائلو سره تړلي دي، خو ایران په دې کار سره د ژمي او د هوا له سړېدو نه د افغانانو او د طالبانو د حکومت اندېښنې هوارې کړي او د تیلو او د ګازو د تامین په هکله یې ډآډ ورکړی دی
د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې ادارې په خپل تر ټولو وروستیو ارزونو کې د افغانستان رونیز نظام یې د پاشلتیا په حال کې بللی دی، د دې ادارې د ارزونو پر بنیاد، تر افغانستان وروسته، سوډان، سومالیا او مالی هغه درې هیوادونه دي چي ښوونیز او رونیز نظامونه یې کمزوري دي.
په دغه راپور کې د کرونا د خپراوی، موسمي بدلون او د جنګ او جګړو اثرات د ښوونې او روزنې په نظامونو ارزول شوي چي په یادو څلورو هیوادونو کې یې ۴۹ میلیون ماشومان له زده کړو څخه بې برخه کړي دي.
د افغانستان رونیز او ښونیز نظام تل د کورنیو جګړو او یا هم د پردیو د یرغل د امله په تېرو څو لسیزو کې له کمزورتیاو او محدودیتونو سره لاس په ګریوان پاته شوی او جدي نیمګړتیاوې لري چي د دې هیواد د تعلیم په کیفیت او کمیت باندې ناوړه اغېز کړی دی.
د افغانستان د ټولنې سنتي جوړښت او د تعلیم په وړاندې د ټولنې د ځینو پرګنیو ناسم لید لوری او د پیاوړي روزنیزو بېخ بناوو په رامینځته کولو کې د افغان حکومت کمزورتیا سبب شوی چي د افغانستان د تعلیمي نظام د نړیوال استنډردونو تر مینځ نه ډکېدونکی واټن رامینځ ته شي. دوې عمده ستونزې موجود دي یوه دا چي د افغانستان د پوره ټولنې لپاره د تعلیم زمینه برابره شوې نه ده او دوهمه ستونزه هم د کیفیت له نظره د افغان تعلیمي نظام کمزورتیا ده.
په تېرو دریو کلونو کې د کرونا د وبا له خپراوی او د ښوونځیو او پوهنتونو له بندېدو وروسته، په افغانستان کې انټرنیت ته عامه خلګو د محدودو لاسرسیو د امله، ګڼ شمېر محصلین او د زده کوونکي له زده کړو څخه محروم شول. خو په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، رونیز نظام نور هم وځپل شو.
په افغانستان کې په پرلپسې لسیزو کې د تاوتریخوالو د امله د دې هیواد رونیز نظام په نړیواله کچه کې تر ټولو کمزوری تعلیمي نظام رتبه خپله کړې ده، د بلی خوا څخه طالبان بیا د اکاډمیکو زده کړو په کمزوري کولو سره، د دیني مدرسو د پراختیا په لټه کې دي چي دا مساله هم د افغانستان د تعلیمي نظام ته بل ګوزار بلل کیږي.
د افغانستان د معارف مخکنی وزیر میرویس بلخي وایی: طالبان له جنګ نه مخکې او په افغانستان باندې تر واکمنېدو وروسته، د خپل تر واک لاندې په سیمو کې یې ښوونځی په دیني مدرسو باندې بدل کړی و، دا یوه لویه خطره رامینځ ته کوي ځکه چي ماشومان په دیني مدرسو کې د ټولنې د ضرورت ټول مهارتونه نه شي زده کولای، له غیر دیني علومو څخه د ماشومانو محرومول یوه غیر منطقي چاره ده.
یادې ستونزې سبب شوي څو ګڼ شمېر ښوونکي او د پوهنتون استادان له رونیز نظام څخه بیل شي، دا هم افغانستان کې د ښوونې په ډګر کې یوه بله ننګونه رامینځ ته کړې ده.
همداراز د ملګرو ملتونو دبشری حقوقو شورا د ۲۰۲۱کال داکتوبر په اومه نیټه په افغانستان چارو کې د ځانګړي رپورټر دڅوکۍ د رامینځةکولو لپاره پریکړه لیک صادر کړ چي د بشري حقوقو په زمینه کې په تېره بیا د قومیتي لږکیو او د مېرمنو د تعلیم په زمینه کې د طالبانو په حکومت نیوکې په زیاتېدو دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو شورا په دې لړ کې په افغانستان کې خپل د ځانګړی راپورچي ریچارد بنټ د ماموریت موده د یو کال لپاره وغځول او په ترڅ کې یې مسئولیت ورکړ څو د بشري حقوقو تېروتنې او د ماشومانو په د حالاتو په اړوند معلومات ثبت کړي او د ملګرو ملتونو شورا ته راپورونه چمتو کړي.
د پاکستان د فوځ قومندان په واشنګټن کې د امریکې له دفاع وزیر لوید آستین او نورو امریکایي چارواکو سره د دوه اړخیزو همکاریو په هکله خبرې اترې وکړې.
د پاکستان د فوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا د امریکې له جګپورو چارواکو سره په لیدنه کې واشنګټن سره د همکاریو لپاره د اسلام اباد په لېولتیا تاکید وکړ. د پاکستان د فوځ د اعلامیې له مخې، باجوا د امریکې د دفاع وزیر او نورو چارواکو سره په لیدنه کې د هغوی له مرستو څخه قدرونه کړې ده.
په پاکستان کې د مسلم لیګ نواز د ګوند د سیاستونو له مخې او واک ته د شهباز شریف له رسېدو څخه وروسته، د اسلام آباد او واشنګټن تر مینځ کړکېچنې اړیکې په ښه رغېدو دي. د عمران خان د واکمنی په دوران کې د امریکا او پاکستان تر مینځ اړیکې لانجمنې شوي وې خو عمران خان د تحریک انصاف د ګونډ مشر د پارلمان له لوري په عدم رای اعتماد سره لیري کړای شو.
د عمران خان او د امریکې تر مینځ د لانجو یو ستر لامل دا و چي عمران خان د فوځې اډې د ورکړې لپاره د سپینې ماڼۍ له غوښتنو سره په سخته مخالفت وکړ.
شهباز شریف له واکمنېدو څخه وروسته، د خپل بهرني سیاست د لومړیتوبونو په بیان کې امریکې سره د پاکستان د اړیکو په رغېدو تاکید وکړ. په دې خاطر په وروستیو میاشتو کې د خارجه وزیر په شمول پاکستاني چارواکو هڅه کړې چي د امریکې او پاکستان تر مینځ د بې باوری فضا له مینځه یوسې او واشنګټن سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي.
افغانستان څخه د امریکې له وتلو وروسته، پاکستان څخه د سپینې ماڼۍ اصلي غوښتنه دا وه چي یو شمېر خپلي فوځې اډې، امریکا ته په واک کې ورکړي څو له هغه ځایه په افغانستان کې خپل استخباراتي عملیاتونه مخ ته بوځي، خو عمران خان له دې مسالې سره په کلکه مخالفت وکړ او دا مساله د امریکا او پاکستان تر مینځ په اړیکو کې لانجې خپل اوج ته ورسولې.
په داشان حالاتو کې چي د پاکستان اوسني حکومت امریکې سره د اړیکو د رغولو په لټه کې دی، واشنګټن ته د پاکستان د فوځ د مشر سفر د دې ښودنه کوي، چي پاکستان غواړي د ځینو امتیازاتو په بدله کې امریکا سره د افغانستان په زمینه کې همکاري وکړي.