حزب الله په اسرائیلو باندې بریدونه ډیر کړي
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان حزب الله غورځنګ وویل چې په مناسبو وسلو سره یې په «شومیرا» ښارګي کښې د اسرائیلو د نیواکګرو پوځیانو په مرکز برید کړی دی.
د لبنان حزب الله غورځنګ په یوې خبر پاڼه کښې وویل په غزې کښې د فلسطین د پایداره ملت د ملاتړ او د دوې د شریف او د اتلواله مقاومت د حمایت او د ملکي وګړو په کورونو او د جنوب په مقاومت کونکو کلیو باندې د اسرائیلي دښمن تیریو ته په ځواب کښې د اسلامي مقاومت مبارزارنو نن په لبنان کښې د «طربیخا» نیواکي ښار کښې په شومیرا ښارګي کښې د نیواکګرو عسکرو په استفادې وړ ودانۍ باندې په مناسبو وسلو سره ډزې وکړې.
د لبنان حزب الله دغه راز په تیرو دوو ورځو کښې په توغندیو سره د «الراهب »په سرحدي سیمه کښې د نیواکګر پوځ د جاسوسۍ په تجهیزاتو او د «ایفن مناحیم» ښارګي په ختیځ کښې د اسرائیلي عسکرو په مرکز باندې بریدونه کړي وو.
د لبنان د حزب الله برکان توغندیو د زغرګاډو ضد او د بې پایلوټه الوتکو په څنګ کښې په صهیونیسټانو کښې ویره او رعب رامینځته کړی دی او هغوې یې ناتوانه او بې وسه کړي دي.
رای الیوم ټیلي ویژن راپور ورکړ د صهیونیسټ رژيم یوې پوځي سرچینې اعتراف وکړ د لبنان حزب الله د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له اومې نیټې څخه تراوسه یوازې خپل پینځه فیصده پوځي توان کارولی دی.
دغه صهیونیسټي پوځي سرچینې وویل حزب الله هره ورځ د اسرائیلو په دفاعي سیسټمونو باندې حملې کوي.