قرآني مېرمنې (7)
ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره په ننني مطلب کښې د يوې داسې مېرمن د ژوند په اړه ليکووچې د خداے د حکم په منلو او له يو غوره کړې شوي الهي انسان حضرت موسی (ع) څخه د دفاع او ساتنې په چاره کښې د هغې همېشنۍ حماسه ډېره لويه او د ستائنې وړ ده. د حضرت موسی (ع) ژوند د حق او باطل ترمېنځ د کشمکش او مقابلې يوه روښانه نمونه ده چې په هره مرحله کښې يې مېرمنو زيات شتون لرلے دے. لکه په تېرمطلب کښې د بي بي آسيه په اړه مو ليکنه وکړه او په ننني پروګرام کښې د حضرت موسی (ع) د مور په اړه خبرې يو لړ
حضرت موسی (ع) د بني اسرائيلو له پېغمبرانو او د مصر د باچا فرعون له زمانې سره په يو وخت ؤ. فرعون د خپلې زمانې يو ډېر سرکش واکمن ؤ چې په خلقو باندې يې د خدائۍ دعوا کوله. قرآن مجيد د سورۀ قصص په څلورم آيت کښې هغه داسې معرفي کوي: «فرعون په زمکه کښې د برتري لټونه وکړه او د هغې اوسېدونکي يې په مختلفو ډلو کښې ووېشل، يوه ډله کسان به يې کمزوري کول، د هغوي د زامنو سرونه به يې پرې کول او د هغوي ښځې به يې (د وينځتوب او خدمتګارۍ) لپاره ژوندۍ ساتلې؛ بې له شکه چې هغه له مفسدانو څخه ؤ.» هم هغه ډول چې له آيت نه څرګنده ده، په مصر ټاټوبي کښې د فرعون په حکم چې کله به له بني اسرائيلو څخه يو هلک پېدا کېدۀ نو سره به ترې پرې کېدۀ. د فرعون دغه حکم د هغه خوب له مخې ؤ چې هغۀ ليدلے ؤ.
ويل شوي دي چې فرعون د مصر يو ياغي باچا ؤ، په خپلې ماڼۍ کښې به ګرځېدۀ او غږ به يې کوۀ: « دانشوران، عالمان او د خوب تعبيروونکي دې راشي.»
څو تنه ورته په منډه راغلل. ورته په ګونډو شول او سجده ورته ولګوله. فرعون وويل: « په خوب کښې مې اوليدل چې له بيت المقدس د اور لمبه اوچته شوه، ټول مصر يې راونغرۀ او په لمبوکښې زما د نسل ټول خلق وسوزېدل، خو بني اسرائيلو ته څه زيان ونه رسېد. د دغه خوب تعبير څه دے؟» د خوب تعبيرونکو يو بل ته وکتل او له ويرې يې ژبه تړتړۍ شوه. فرعون پوښتنه وکړه: « په تاسو څه وشول؟، ولې غلي شوئ؟» هغوي په ځواب کښې وويل: «د دې خوب معنا دا ده چې ډېر زر به په بني اسرائيلو کښې يو هلک پېدا کيږي چې ستا تخت او تاج به نابود کړي؟» فرعون لکه د زخمي مار تاوراتاو شو او وې ويل: « هيڅ هلک به ژوندے پرې نږدم. د بني اسرائيلو په ښځو څارنه لرئ. هر هلک چې پېدا شو نو وژنئ يې. يوازې جينکۍ ژوندۍ پرېږدئ.» د بني اسرائيلو ترمېځ او غم او خفګان خپور شو. نوي پېدا شوي هلکان به په بې رحمۍ سره وژل کېدل او هرې خوا ته ظلم زور ؤ.
خو د ټولوچاروجويو او سختو تدابيرو باوجود او د الهي غوښتنې په بنياد هغه ماشوم يعنې موسی (ع) وزېږېد.
د حضرت موسی (ع) او حضرت هارون (ع) د مور لپاره مختلف نومونه نقل شوي دي چې ترټولومشهورنوم يې «يوکېبېد» دے. د عمران مېرمن يوکېبېد له دې وروسته چې د زېږون درد يې محسوس کړ نو د نويو پېدا شويو ماشومانو د وژلو لپاره د فرعون د طاغوتي دربار حکم او له راتلونکي احتمالي زيان څخه مخنيوي ته په پام سره يې زړۀ يې خداے پاک ته وسپارۀ او يٍوه قابله يا دائي يې کور ته راوبلله، د ماشوم د زېږون سريزې چمتو کړي او کله چې موسی (ع) پېدا شو، دائي يې په تندي کښې يو نور وليد او له موسی (ع) سره يې مينه او محبت په زړۀ کښې محوس کړ. نوځکه يې فېصله وکړه چې له دې واقعې څوک خبر نه شي او د ماشوم د زېږېدو راز پټ وساتل شي.
خو هر وخت د موسی (ع) د وژلو خطر هره شېبه موجود ؤ. د مامورانولټون هم هغه شان جاري ؤ اودا چاره د دې سبب کېده چې د مور زړۀ هر وخت د خپل زوے د برخليک په اړه اندېښمن ؤ. په همدې وجه د هغې زړۀ ته د ارامښت پېغام الهام شو. لکه د سورۀ قصص په اوم آيت کښې راغلي دي: «مونږ د موسی مور ته الهام وکړ چې هغه ته شودۀ ورکړه؛ او کله چې په هغه اويرېدې نو د نېل درياب ته يې وغورزوۀ او ويرېږه مه اومه خفه کيږه،چې زۀ به هغه تا ته راستنوم او له رسولانو به يې ګرځوم.»
يوکېبېد يو ترکاڼ ته ورغله او له هغه يې وغوښت چې يو صندوق جوړ کړي، د صندوق له جوړېدو وروسته يې هغه صندوق کور ته راوړۀ او خپل د زړۀ سر يعنې زوے يې په خداے پاک باندې په پوره توکل او اعتماد سره په هغه صندوق کښې کېښود. سر يې پرې مضبوط بند کړ او د نيل غورځنګناکو څپو ته يې وسپارۀ. د درياب څپو د موسی (ع) صندوق د فرعون دربار ته يوړۀ.
فرعون او د هغه مېرمن آسيه د نيل درياب غاړې ته ناست وو چې ناڅاپه يې نضر په يو صندوق پرېوتۀ. فرعون حکم وکړ چې دغه صندوق راونيسئ او هغه ته راوړئ. کله چې يې د صندوق سر خلاص کړ،نو پکښې يې يو ښکلے ماشوم وليدۀ. خداے پاک د ماشوم مينه د فرعون په زړۀ کښې پېدا کړه او فرعون ته يې وويل، دا ماشوم زما او ستا د خوشحالۍ ذريعه ده، هغه مه وژنه کېدې شي زمونږ لپاره مفيد وي يا يې خپل زوے جوړ کړوو.
کله چې يوکېبېد موسی د نيل درياب ته وغورزوۀ نولور يې وګمارله چې قدم په قدم صندوق څاري چې برخليک يې څه کيږي. د موسی (ع) خور په ډېرو سختو حالاتو کښې د خپل ورور پسې روانه وه او په ناپېژندل شوي صورت کښې يې ځان د فرعون دربار ته ورسوۀ. هلته يې پام شو چې د فرعون درباريان د موسی (ع) لپاره د يوې دايه په تکل کښې دي. موسی د هيڅ يوې ښځې شودۀ نه څښل نو په داسې حال کښې د موسی خور بې له دې چې له موسی سره د خپل تعلق په اړه خبره وکړي وې ويل: « آيا غواړئ چې تاسويې داسې ښځې ته لارښونه کړم چې تر اوسه يو ماشوم هم يې د شودو له څښلو ډډه نه ده کړې.»
د فرعون مېرمن چې په لېوالتيا سره د داسې يو کس په تکل کښې وه له هغې وغوښتل چې هغه دايه دې دربار ته راولي. يوکېبېد، ماڼۍ ته راغله. په لاره کښې يې له ځان سره فکر کوۀ چې خداے څه ډول خپل حکم جاري کوي. کله چې دربار ته داخله شوه نو د خپل زوے چې د فرعون له ويرې يې اوبوته غورزولے ؤ په ليدو سره په سترګوکښې يې له خوشحالۍ وبرېښېدې او د خداے پاک شکر يې اداکړ. ماشوم هم چې لکه د مور بوئي يې محسوس کړ، د هغې غېږې ته ورغے او د شودو په خوړ يې شروع وکړه. د سورۀ قصص په ديارلسم آيت په دې اړه فرمائي: « مونږ هغه خپلې مور ته ستون کړ، چې سترګې يې روښانه شي او غمجنه نه شي او پوهه شي چې الهي وعده حقه ده؛ خو زياتره خلق نه پوهيږي.» په دا ډول په الهي تدبير سره د موسی مور خپل زوے ته ورسېده او هغه الهي وعده چې د هغې زړۀ ته الهام شوې وه په خپلو سترګو يې وليده او د الهي وعدې په حقانيت يې يقين دوه برابره شو.
په دې داستان کښې يو د پام وړ ټکے د مور له مهربانۍ په ډکه لمن کښې د اولاد د تربيت اهميت دے. کورنۍ د بشري ودې او تعليم وړومبنے مرکز او د انسان لپاره ترټولو وړومبنے ضرورت دے. دلته وينوو چې د موسی (ع) مور يوه داسې مېرمن ده چې په خداے پاک باندې د ايمان او توکل قوت هغې ته په درياب کښې د زوے د پرېښودو په شان له سختو مشکلاتو سره د مخامېدو توانمني ورکوي.
په حقيقت کښې د خداے اراده دا وه چې موسی (ع) د خپلې حقيقي مور په لمن کښې تربيت او ستر شي. پېغمبران عليهم السلام او الهي ستر شخصيتونه پکار دے غوره مقام ته د رسېدو لپاره د غوره مائندو په لمن کښې وده وکړي.
کله چې د موسی (ع) له موره غوښتل کيږي چې په دقيق پروګرام سره دې موسی ته شودۀ ورکړي په دې وجه ووچې د مور خصوصيتونه د شودو له لارې بچي ته منتقل کيږي. هغې نه يوازې موسی (ع) د پېغمبر کېدو لپاره تربيت کړ بلکه خپل بل زوے هارون يې هم داسې تربيت کړ چې د خپل ورور مل او مدګار اوسي او د ژوند په ټولو مراحلو کښې د هغه ملاتړے وي. بله دا چې خپله لور يې هم داسې تربيت کړه چې په ډېرې بهادرۍ او هوښيارۍ سره يې د خپل ورور دفاع وکړ. د موسی (ع) مور د خداے د دين د ژغورنې لپاره ځان په خطر کښې واچوۀ او د ساډوبۍ په حالاتو او د يو ظالم او طاغوتي حکومت تر لاندې يې وکړې شول مبارز، هندفمن، د يو خداے پرستش کونکي، متحد او طاغوت دښمن اولاد تربيت کړي.
د حضرت موسی (ع) مور بي بي په دغو کرداري خصوصيتونو سره په خپله زمانه کښې او حتی په راتلونکو زمانو کښې د نورو ښځولپاره يوه نمونه ده. هغې مونږ ته دا رازده کړل چې يوه ښځه د ځان په اصلاح کولو، اخلاص، ايمان ،توکل، په ځان باندې په اعتماد، د رائې په خپلواکۍ، هوښيارۍ ، مېړانې او ټينګ اودرېدنې سره له خداے پاک سره نزدې تعلق پېدا کولې شي او خپلو مقاصدو ته د رسېدو لپاره ورته د هغه بې دريغه عنايت او ملاتړ حاصلېدې شي. هغې دا وښودله چې ښځې هم د پېغمبرانو په شان د مخلوقاتود خدمت لپاره په زمکه د خداے له کارګزارانو او عاملانو کېدې شي.
گوينده:
ګرانو او عزتمنودوستانو له دې څخه چې تر اوسه له مونږ سره د دې پروګرام تر اورېدو مل او ملګري وئي تر بل پروګرامه پورې بريالي اوسئ.
-----------