چین د ایران د حاکمیت او امنیت د درناوي غوښتنه وکړه
پارس ټوډې- د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوي لی جیان ټینګار کړی چې د ایران خپلواکي او امنیت باید درناوی او ساتنه یې وشي.
دچین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ووئیل د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي له خپل ایراني سیال سید عباس عراقچي سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
ددغې اعلامیې په اساس د جین خارجه وزیر وانګ یی وئيلي دي، د سولې لپاره یوه کړکئ په خلاصیدا ده او د هرمز تنګي د یوه ساحلی هیواد په توګه د ایران حقوق او امنیت باید محترم وشمیرل او محافظت ئې وشي. په عین حال کې د هرمز تنګي له لارې دې د نړیوال سمندري تګ راتګ آزادي هم تضمین شي او د دغه تنګي له لارې د عادي ټرانزیټ لپاره هڅې یوه نړیواله غوښته ده .
په د غو خبرو کې چین د اوربند او سولهییزو مذاکراتو ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې د منځني ختیځ د سولې لپاره د څلور ټکو پلان عملي کولو ته چمتو دی.
چین همدارنګه څرګنده کړې چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره به فعاله ونډه واخلي.