کورونا ویروس په هوا کښې څومره پاتې کیږي ؟
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i91314-کورونا_ویروس_په_هوا_کښې_څومره_پاتې_کیږي
زمونږ خبریال وايي د ټولې نړۍ ډاکټران او سائینس پوهان د کورونا ویروس د جرړې د ایستلو لپاره ډیرې هڅې کوي او اوس د دوه دیرشو (۳۲) هیوادونو سائینس پوهانو په دې هکله د ملګروملتونو د روغتیا له نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او ( World Health Organization) یوه(۱) مهمه غوښتنه کړي ده .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 07, 2020 11:24 Asia/Kabul
  • کورونا ویروس په هوا کښې څومره پاتې کیږي ؟

زمونږ خبریال وايي د ټولې نړۍ ډاکټران او سائینس پوهان د کورونا ویروس د جرړې د ایستلو لپاره ډیرې هڅې کوي او اوس د دوه دیرشو (۳۲) هیوادونو سائینس پوهانو په دې هکله د ملګروملتونو د روغتیا له نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او ( World Health Organization) یوه(۱) مهمه غوښتنه کړي ده .

د نړۍ د دوه دیرشو (۳۲) هیوادونو سائینس پوهانو په خپل تحقیق کښې ثابته کړي ده کورونا ویروس د ودانیو او د کورونو دننه تر ډیرې مودې پورې  په هوا کښې  ځوړنده یعني معلق پاتې کیدلای شي او هلته تګ راتګ کونکو کسانو ته د هوا له لارې دغه ویروس منتقل کیدلای شي .

ځو خکه د دوه دیرشو (۳۲) هیوادونو سائینس پوهانو د ملګروملتونو د روغتیا په نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ غږ کړی دی دغه اداره باید اعتراف وکړي چې کورونا ویروس ایر بارن( airborne disease) دی یعني دغه ناروغۍ د هوا له لارې هم خلکو ته منتقل کیدلای شي .

دغو سائینس پوهانو وویل د روغتیا نړیواله اداره ډبلیو ایچ او په اعتراف کولو سره د کورونا ویروس د مخه د نیولو لپاره خپل اجراي کړي لارښوونې نوي یعني اپډیټ(update) کړي .

د روغتیا نړیواله اداره باید په دغو لارښوونو کښې خلکو ته خبرداری ورکړي چې دوې د ودانیو د ننه هم ماسکونه واچوي او په هغو ځایونو کښې چې ایرکنډیشنر (air conditioner) پکښې لګیدلي دي فیلټر ولګول شي  ځکه که چیرې چې مرکزي ایر کنډیشنر  وي نو  له یوې کوټې څخه بلې کوټې ته ویروس منتقل نشي .

د ویلو ده چې تراوسه د ملګروملتونو د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او() ویل  کورونا ویروس د خلکو له خولې څخه د لاړو د نه ښکاریدونکو قطرو په وسیله نورو کسانو ته منتقل کیږي او دغه د لاړو قطرې د انسان له خولې په وتلو سره سمدستي په ځمکه پریوځي او هغه په هوا کښې ځوړنده یعني معلقې نه پاتې کیږي .

د ملګروملتونو د روغتیا  نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او ویلي دي که چیرې دوه (۲) کسان په یو څه واټن او فاصلې کښې له یوبل سره خبرې وکړي نو په دوې کښې یوه (۱) څخه بل ته د  ویروس د انتقالیدا خطر ډیر کم دی .

خو اوس د نړۍ د دوه دیرشو (۳۲) هیوادونو سائینس پوهانو د ملګروملتونو د روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ د دغو لارښوونو پرضد نوي حقایق ایشوا کړي دي او په دغه ادارې یې غږ کړی دی چې د کورونا ویروس په هکله خپل اطلاعات  نوي یعني اپډیټ کړي .