شارک کبان خپل ورور او خور خوري
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i93548-شارک_کبان_خپل_ورور_او_خور_خوري
زمونږ خبریال وايي شارک کبان چې د دنیا تر ټولو زیات خطرناک ژوي ګڼل کیږي او په سمندر کښې هر ډول ژوي او حتی انسانان خوري له یوبل سره ښې طبیعي اړیکې نلري او دغه وجه ده چې دغه کبان خپل ټول ژوند په تنهاۍ کښې تیروي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 14, 2020 15:51 Asia/Kabul
  • شارک کبان خپل ورور او خور خوري

زمونږ خبریال وايي شارک کبان چې د دنیا تر ټولو زیات خطرناک ژوي ګڼل کیږي او په سمندر کښې هر ډول ژوي او حتی انسانان خوري له یوبل سره ښې طبیعي اړیکې نلري او دغه وجه ده چې دغه کبان خپل ټول ژوند په تنهاۍ کښې تیروي .

خو د سینډ ټایګر شارک (sand tiger shark ) په نوم کبان په دغه دښمنۍ کښې له خپل حد څخه وراوښتي دي .

سینډ ټایګر شارک کب د نورو کبانو په شان هګۍ نه اچوي بلکې په کال کښې دوه (۲) بچیان زیږوي .

کله چې  د دغه کب بچیان د مور په خیټه کښې په خام حالت کښې وي نو د مور په خیټه کښې یوبل خوري چې په خپله زنده پاتې شي او کوم بچی چې په اخر کښې ژوندی پاتی شو نو هغه د مور له خیټې بهر څخه راوځي .

د خپلې خور او  ورور له خوړلو وروسته چې کله د شارک کب بچی پیدا کیږي نو هغه وخت یې اوږدوالی کابو څلویښت (۴۰) اینچه وي .