نوزیږی ماشوم بیا ژوندی شو او پلار یې خوشحاله شو
زمونږ خبریال وايي په بنګلادیش هیواد کښې یوه (۱) ماشوم چې مړ اعلان شوی و هغه وخت سترګې خلاصې کړې او واژړیده کله چې پلار په قبر کښې په خاورو کیښودلو .
ویل کیږي چې د بنګلادیش هیواد په پلازمینې ډاکې کښې میرمن شاهین اختر چې د اوو(۷) میاشتو اومیندواره وه له وخت څخه مخکې بچی وزیږوه او یوې (۱) ښځینه ډاکټرې دغه نو زیږی ماشوم مړ اعلان کړ او ماشوم یې د دستانو په یوه(۱) ډبي کښې کیښود او د ماشوم پلار ته یې وویل چې هغه په نږدې هدیرې کښې خاورو ته وسپاري .
د نوزیږي ماشوم غمجن پلار قبرستان ته ورغی خو هلته د قبر بیه ډیره لوړه وه اود ماشوم پلار یوې (۱) بلې هدیرې ته واستول شو چیرې چې هغه ته په کمه بیه قبر ملاو شو .
د قبر له کیندلو وروسته چې کله نوزیږی ماشوم قبر ته کوزول کیده چې خاورو ته وسپارل شي نو ناڅاپه د ماشوم بدن حرکت پیل کړ .
دغه غمجن او بې وزله پلار خپل نوزیږی ماشوم دوباره روغتون ته یوړه او په روغتون کښې د کټ د نه ملاویدا په سبب هغه خپل ماشوم بل روغتون ته یوړه چیرې چې د ماشوم جسمي حالت اوس له خطر څخه بهر دی .
د نوزیږي ماشوم مور او پلار د هغه په بیا ژوندي کیدا خوشحالۍ څرګنده کړه .