کورونا نوم د کاروبار د زیاتیدا سبب شوی دی
Nov 20, 2020 12:35 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي په هندوستان کښې د یوه (۱) سړي کاروبار چې د خپل دکان نوم یې کورونا کیښودلی و اوس د دغه ناروغۍ په وخت کښې زیات شوی دی .
د هندوستان په کیراله صوبې کښې یوه (۱) تاجر «جارج » ادعا کړي ده چې ما اوه (۷) کاله مخکې د خپل دکان نوم کورونا کیښودلی وو او اوس د کورونا ویروس د خپریدا په وخت زما کار کسب زیات شوی دی .
د هندوستان دغه ښاریز وویل ما اوه (۷) کاله وړاندې د خپل دکان نوم کورونا کیښودلی و او د دکان د نوم د کورونا کیښودلی وجه دا وه چې په لاطیني ژبه کښې کورونا« تاج» ته وايي .
هغه وویل زه په خپل دکان کښې د کور د ښکلي کولو شیان خرڅوم .
د هندوستان ښاریز جارج وویل د کورونا ناروغۍ په وخت ما ولیدل چې ګاهک مو زیات شوی او زما شیان هم زیات خرڅیږي .
ټیګونه