د امریکا ښاریز لس ساعته په واورې کښې ښخ و
زمونږ خبریال وايي په امریکا کښې د سختې واورې له کبله لس (۱۰) ساعته په ګاډي کښې ښخ شوی کس له مړ کیدا بچ شو .
د امریکا په نیویارک ایالت کښې په اویګو ښارګي کښې د سختې واورې په وخت «کیون کرسن »نومې سړی تر لسو(۱۰) ساعتونو پورې د ګاډي دننه ښخ شو .
له لسو(۱۰) ساعتونو وروسته پوځیانو په واورې کښې ښخ شوی کس وژغوره .
د امریکا ښاریز کیون کرسن د نیویارک ایالت په اویګو ښارګي کښې د سختې واورې په وخت ګاډی چلوه چې ګاډی یې له ټرک سره له ټکریدا وروسته کندې ته وغورځیده .
د سختې واورې له کبله د هغه د ګاډي دروازه بنده شوه او هغه په سختې واورې کښې په ګاډي کښې له پاتې کیدا پرته بله چاره نه درلودله .
له نیکمرغه د امریکا ښاریز بریالی شو چې له ژغورونکو سره د ټیلي فون په لیکه تماس ونیسي او دنیویارک ښار عسکرو هغه بچ کړ او له واورې د هغه د ګاډي په رایستلو کښې لس (۱۰) ساعتونه ولګیدل .