د زندان په شان کور خرڅیږي
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i95199-د_زندان_په_شان_کور_خرڅیږي
زمونږ خبریال وايي امریکا کښې یو(۱) داسې کور د خرڅون لپاره وړاندې شوی دی چې پکښې د زندان اوه (۷) کوټې شته .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 04, 2021 12:15 Asia/Kabul
  • د زندان په شان کور خرڅیږي

زمونږ خبریال وايي امریکا کښې یو(۱) داسې کور د خرڅون لپاره وړاندې شوی دی چې پکښې د زندان اوه (۷) کوټې شته .

د امریکا په ورماونټ ایالت کښې دغه کور چې اوس خرڅیږي په تیر وخت کښې زندان و او اوس هم پکښې اوه(۷) قیدخانې هم شته .

دغه عجیبه کور د ټولنیزو رسنیو پام ځان ته جلب کړی دی او بیه یولک نهه څلویښت زره (۱۴۹۰۰۰)ډالره ټاکل شوي ده .

د امریکا په ورمونټ ایالت کښې دغه کور په نولس سوه نهه شپیتم (۱۹۶۹) میلادي کال کښې جوړ شوی و اوس یې ځینې برخې مرمت کړې شوي دي او په دغه کور کښې په اوو(۷) قید خانو سربیره د خوب څلور(۴) کوټې ، دوه (۲)حمامونه او یو(۱) ښکلی پخلنځی هم شته .