اروپا کښې مصنوعي زړه خرڅیږي
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i96162-اروپا_کښې_مصنوعي_زړه_خرڅیږي
زمونږ خبریال وايي په اروپا کښې یو(۱) ډیر نوی مصنوعي زړه جوړ کړی شوی دی چې په روان میلادي کال کښې به د خرڅلاو لپاره وړاندې شي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 06, 2021 14:44 Asia/Kabul
  • اروپا کښې مصنوعي زړه خرڅیږي

زمونږ خبریال وايي په اروپا کښې یو(۱) ډیر نوی مصنوعي زړه جوړ کړی شوی دی چې په روان میلادي کال کښې به د خرڅلاو لپاره وړاندې شي .

د فرانسې یوه(۱) شرکت له ډیرو تجربو وروسته داسې مصنوعي زړه تیار کړی دی چې په روان میلادي کال کښې به د خرڅون لپاره وړاندې شي .

دغه مصنوعي زړه چې « ایسن » نومیږي نهه سوه(۹۰۰) ګرامه وزن لري چې په بیټریو(batteries) سره چلیږي  او تر ډیر وخت پورې به کار وکړي .

د فرانسې په شمول په نورو ډیرو هیوادونو کښې د زړه د ناروغیو په هکله کارکونکي شرکت « کارمټ » ویلي دي هر کال په ټوله دنیا کښې شپږویشت(۲۶) میلیونه خلک د زړه په ناروغۍ د اخته کیدا په وجه مړ کیږي .

په اروپايي هیوادونو کښې د بدن د غړیو د عطیه  کولو یعني ډالۍ کولو خلکو شمیر ډیر کم دی خو مصنوعي زړه د دغه کمي د پوره کولو لپاره تر یوه (۱) حده اغیز شیندونکی او کارنده کیدلای شي .