عراق کښې د امریکا په اډې برید شوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i100004-عراق_کښې_د_امریکا_په_اډې_برید_شوی
فارس خبري اژانس وايي ځینو خبري سرچینو نن سهار وختي د عراق په لویدیځ کښې په الانبار ولایت کښې په عین الاسد اډې باندې چې د امریکا ترهګر پوځیان پکښې دیره دي د راکټي حملې خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 08, 2021 01:51 Asia/Kabul
  • عراق کښې د امریکا په اډې برید شوی

فارس خبري اژانس وايي ځینو خبري سرچینو نن سهار وختي د عراق په لویدیځ کښې په الانبار ولایت کښې په عین الاسد اډې باندې چې د امریکا ترهګر پوځیان پکښې دیره دي د راکټي حملې خبر ورکړ .

دغو سرچینو وویل له دغه راکټي حملې وروسته په عین الاسد اډې کښې د خطرې اژیرونه وهل شوي دي .

د امریکا د پاټریاټ او د سي رام (C-RAM)په نوم د توغندیو  ضد سیسټمونه چې څه موده مخکې په عین الاسد هوايي اډې کښې لګول شوي دي د دغه راکت په معلومو او له مینځه وړلو نه دي بریالي شوي .

که چیرې دغه راکټي حمله تائید شي نو دا په تیرو څو ورځو کښې په عین الاسد اډې باندې دوهمه(۲) توغندوي حمله ده چې شوي ده .

د عراق اکثره خلک او سیاسي ګوندونه له عراق څخه د امریکا د ترهګرو پوځیانو د وتلو غوښتنه کوي او پارلمان هم د دغو عسکرو د ایستلو په هکله یو(۱) پلان تصویب کړی دی .