د فلسطینانو په ضد صهونیسټانو تیري اندیښمنونکي دي
د ملګروملتو سرمنشي دسوله ایزو غونډو دجوړولو لپاره د فلسطینیانو د آزادۍ د حق په احترام اوپه مقدسو ځایونو کې د اوسني وضعیّت په ساتلو هم ټينګار کړی دی .
سپوټنیک خبری آژانس راپور ورکړی،د ملګروملتو سرمنشي په الاقصی جومات او نیواکي قدس کې د فلسطینیانو په ضد دصهیونیسټي رژيم د پوځ په تیریو سخته اندیښنه ښودلې او ددغو تیریو ددرولو غوښتنه ئې کړې ده .
راپور ښئ د دملګروملتو دسرمنشي ویندوي سټیفن ډوژریّک په نیواکي قدس کې د تاؤټریخوالو په دوام او له خپلو کورونو دفلسطنیو کورنیو د کوچولو په احتمال د ملګروملتو د سرمنشي ژورې اندیښنې ته په اشارې سره وئیلی دي ،آنتونیو ګوتریش له اسرائیلو غوښتي څو د فلسطینیانو د کوچولو او د دوي د کورنو ورانول دې بند کړي .
هغه زیاته کړې ده ، د ملګروملتو سرمنشي دسوله ایزو غونډو دجوړولو لپاره د فلسطینیانو د آزادۍ د حق په احترام اوپه مقدسو ځایونو کې د اوسني وضعیّت په ساتلو هم ټينګار کړی دی .
دقدس په مرکز کې واقع باب العامود سیمه په همداوروستیو شپو ورځو کې د قدس داوسیدونکو او صهونیسټي پوځیانو د دنښتو او اخ وډب ډګرشوی ده .له بل پلوه وحشي صهیونیسټي پوځیانو د یوې محکمې په فیصلې په تکیې سره له الاقصی جومات سره نزدې له شیخ جراح کوڅې څخه دفلسطینیو کورنیو په کوچولو پسې دي ، چې د فلسطینیانو له مقاومت او همداراز له نړیوال محکومیّت سره مخامخ شوي دي .