غزه کښې د شهیدانو شمیر لازیات شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i100138-غزه_کښې_د_شهیدانو_شمیر_لازیات_شو
فلسطیني سرچینو تیر ماښام په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټانو په حمله کښې د فلسطیني شهیدانو د شمیر د زیاتیدو خبر ورکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 11, 2021 01:44 Asia/Kabul
  • غزه کښې د شهیدانو شمیر لازیات شو

فلسطیني سرچینو تیر ماښام په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټانو په حمله کښې د فلسطیني شهیدانو د شمیر د زیاتیدو خبر ورکړ

فلسطیني سرچینو تیر ماښام په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټانو په حمله کښې د فلسطیني شهیدانو د شمیر د زیاتیدو خبر ورکړ

د غزې تړانګې د روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې په دغې سیمې باندې د صهیونیسټانو په حمله کښې د فلسطیني شهیدانو شمیر د ۹ ماشومانو په شمول ۲۰ کسانو ته رسیدلی دی.

په دغې خبرپاڼې کښې دې ټکي ته په اشارې سره چې یوه لس کلنه ماشومه هم شهیده شوې ده، راغلي دي چې په دغه برید کښې ۶۵ تنه نور هم زخمي شوي دي.

له دې اعلان سره هم مهاله خبري سرچینو په غزې تړانګې کښې په یوشمیر سنګرونو باندې د صهیونیسټي رژيم د جنګي الوتکو د حملې خبر ورکړ.

د صهیونیسټي رژيم پوځ په دې لړ کښې مدعي شوی دی چې په غزې تړانګې کښې یې د فلسطین د اسلامي مقاومت د غورځنګ (حماس) ځیني سنګرونه یې په نښه کړي دي.