له ځمکني جنګ د اسرائیلو هدف رواني جنګ دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i100296-له_ځمکني_جنګ_د_اسرائیلو_هدف_رواني_جنګ_دی
د فلسطین سما خبري اژانس وايي د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر نایب رئیس وویل د ځمکنیو عملیاتو د ترسره کولو لپاره د صهیونیسټ رژیم د ګواښ هدف یوازې د فلسطین په ملت باندې د رواني اغیز د اچولو لپاره دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 14, 2021 07:21 Asia/Kabul
  • له ځمکني جنګ د اسرائیلو هدف رواني جنګ دی

د فلسطین سما خبري اژانس وايي د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر نایب رئیس وویل د ځمکنیو عملیاتو د ترسره کولو لپاره د صهیونیسټ رژیم د ګواښ هدف یوازې د فلسطین په ملت باندې د رواني اغیز د اچولو لپاره دی .

د حماس د سیاسي دفتر نایب رئیس صالح العاروري نن وویل دغه غورځنګ له اصولي نظره د جنګ له بندیدا سره هیڅ مشکل نلري خو د جنګ علت چې هماغه په قدس او الاقصی جومات باندې تیری دی په خپل ځای پاتې دی .

هغه ټینګار وکړ مصر ، قطر او ملګروملتونو هره ورځ  حماس غورځنګ ته د درې (۳) ساعته اوربند او د تاوتریخوالي د کمولو په فرصت باندې د  غور کولو لپاره یوشمیر وړاندیز کړي دي .

د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر نایب رئیس العاروري جوته کړه حماس د جنګ غوښتونکی نه دی خو د مینځګړیتوب لپاره زمونږ دریځ دا دی چې اسرائیل د فلسطین په ملت خپلې حملې بندې کړي او په الاقصی جومات کښې د عبادت ازادۍ اعلان کړي .

د امریکا وال سټریټ جورنال ورځپاڼې د صهیونیسټ رژیم د پوځ په قول د فلسطین په غزې تړانګې باندې د ځمکنې حملې د پیلیدا ادعا وکړه او د صهیونیسټ  رژيم د پوځ ویاند جاناتان کانریکاس هم تائید کړه چې د اسرائیلو عسکر غزې تړانګې ته ننوتلي دي .