اسلامي امت باید د الاقصي جومات او د غزې ملاتړ وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i100300-اسلامي_امت_باید_د_الاقصي_جومات_او_د_غزې_ملاتړ_وکړي
د فلسطین الیوم خبري اژانس وویل د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه ټول اسلامي او عرب ملتونه د غزې تړانګې او د الاقصی جومات د ملاتړ لپاره د سترو لاریونونو او مظاهرو ترسره کولو ته وروبلل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 14, 2021 07:51 Asia/Kabul
  • اسلامي امت باید د الاقصي جومات او د غزې ملاتړ وکړي

د فلسطین الیوم خبري اژانس وویل د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه ټول اسلامي او عرب ملتونه د غزې تړانګې او د الاقصی جومات د ملاتړ لپاره د سترو لاریونونو او مظاهرو ترسره کولو ته وروبلل .

د فلسطین د خلکو د مقاومت او په نیواکي ټاټوبو باندې د توغندیو د ویشتلو له دوام سره په یووخت د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه نن په یوې(۱) بلنه کښې په ټولو اسلامي او عربي ملتونو او د نړۍ په ټولو ازادي غواړو غږ وکړ چې د الاقصی جومات او د غزې تړانګې د ملاتړ او دغه راز د فلسطین د  ملت د ملاتړ او د هغوې په حق باندې د ټینګار کولو لپاره سترې مظاهرې او لاریونونه وکړي .

دغه بلنه په داسې حال کښې شوي ده چې د صهیونیسټ رژيم  پوځیانو  د پرله پسې پینځمې (۵) ورځې لپاره د فلسطین په غزې تړانګې خپلو څاروي ډوله تیریو ته دوام ورکړی .

د فلسطین مقاومت ډلې هم د صهیونیسټ رژیم جنایتونو او د فلسطین  د خلکو پرضد د هغوې پرله پسې تیریو ته په ځواب کښې هماغه راز په نیواکي ټاټوبو باندې توغندوي حملو ته دوام ورکوي .

بل خبر دا چې د فلسطین ګڼ شمیر ځوانانو د لویدیځې غاړې په بیلابیلو ښارونو  کښې په مظاهرو سره له صهیونیسټ رژيم سره د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو امنیتي ملګرتیا وغندله .

د فلسطین ګڼ شمیر ځوانانو نن سهار د اردن سیند د  لویدیځې غاړې په نابلس ، جنین ، الخلیل ، رام الله او طولکرم ښارونو مظاهرې وکړې او د غزې د وسیدونکو د مقاومت او د فلسطین د خلکو د دریدا په ملاتړ کښې یې شعارونه ورکړل .