د فلسطین مقاومت ډلو په اسرائیلو راکټونه ویشتلي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i100328-د_فلسطین_مقاومت_ډلو_په_اسرائیلو_راکټونه_ویشتلي
ایرنا خبري اژانس وايي رسنیو د تل ابیب په شمول په نیواکي فلسطین کښې په یوشمیر سیموباندې د فلسطین له غزې تړانګې څخه د مقاومت د ځواکونو د توغندوي حملو د نوي پړاو د پیلیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 15, 2021 00:17 Asia/Kabul
  • د فلسطین مقاومت ډلو په اسرائیلو راکټونه ویشتلي

ایرنا خبري اژانس وايي رسنیو د تل ابیب په شمول په نیواکي فلسطین کښې په یوشمیر سیموباندې د فلسطین له غزې تړانګې څخه د مقاومت د ځواکونو د توغندوي حملو د نوي پړاو د پیلیدا خبر ورکړ .

د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ پوځي څانګې القدس غونډونو وویل چې په تل ابیب ښار یې د څو راکټونو بریدونه کړي دي .

دا په داسې حال کښې دي چې صهیونیسټ رژیم پوځ پرون وویل چې د فلسطین په غزې تړانګې باندې د خپلو حملو له پیلیدا راهسې یې  د کابو دوه زره (۲۰۰۰)راکټونو مخه نیولي ده .

په غزې تړانګه کښې د فلسطین د روغتیا وزارت د اعلان پراساس له تیرې دوشنبې ورځې راهسې تراوسه په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې د یودیرشو (۳۱)ماشومانو او د شلو (۲۰) ښځو په شمول یوسل دوه ویشت (۱۲۲) فلسطینیان شهیدان او څه د پاسه نهه سوه (۹۰۰) نور ژوبل شوي دي .

نیواکي قدس او د فلسطین ځینې نور ښارونه له روژې میاشتې راهسې د فلسطین له لمونځ ګزارو او مظاهره چیانو سره د صهیونیسټ رژیم د عسکرو د نښتې کتونکي دي او له تیرې دوشنبې ورځې او په قدس او الاقصی جومات باندې د اسرائلو د تیریو د ختمولو د ضرورت په هکله تل ابیب ته د مقاومت ډلو د الټي میټم له ختمیدا وروسته نښتې نورې هم زیاتې شوي دي .

سعودي عربستان ، متحده عربي امارات ، بحرین ، اردن ، مصر او نور عرب هیوادونه چې له اسرائیلو سره نږدې اړیکې لري د صهیونیسټ رژیم په جنایتونو غلي ناست دي او هیڅ خبره نه کوي .