د قدس جنګ ته د عربو هیوادونو بې پامي
د سعودي عربستان پشمول زیاتره عربو هیوادونوپه یوې اعلامیې کې دغزې تړانګې په ضد د اسرائیلو جنګ محکوم کړی دی. په حقیقت کې دغو هیوادونوله کلامي محکومیّت پرته د یوه عرب هیواد په توګه له فلسطین سره د مرستو لپاره بل هیڅ اقدام نه دی کړی .
د غزې تړانګې په ضد دصهیونیسټي رژيم جنګ له تیرې دوشنبې ورځې راهسې پيل شوی او تر ددې دمه هماغه راز دوام لري .په غزې کې د مدني دفاع موسیسې په شنبې ورځې اعلان کړی دی،ددغه جنګ له امله تر دې دمه یوسل نهه دیرش فلسطنیان شهیدان شوی چې په هغو کې ۳۹ماشومان او ۲۲نوره هم ښځې ترسترګو کیږي . د فلسطین د روغتائي چارو وزارت هم د جمعې په مازدیګر وئيلي وو،په غزې د وحشي ډوله صهیونیستي رژيم په حملو کې لږترلږه نهه سوه پنځوس تنه ټپيان شوي هم دي.په دغو شرائطو سره،دا پوښتنه مطرح کیږی،چې عربو هیوادونو د غزې په ضد جنګ ته څه غبرګونونه ښودلي دي .؟
د عربو هیوادونو غبرګونونه په درو برخو ویشل کیدلی شي .
په اعلانونکي سیاست کې د جنګ محکومول،تردې دمه،د زیاتره عربو هیوادونو غبرګون دی . د سعودي عربستان پشمول زیاتره عربو هیوادونوپه یوې اعلامیې کې دغزې تړانګې په ضد د اسرائیلو جنګ محکوم کړی دی. په حقیقت کې دغو هیوادونوله کلامي محکومیّت پرته د یوه عرب هیواد په توګه له فلسطین سره د مرستو لپاره بل هیڅ اقدام نه دی کړی .دا موضوع حتی د اردن په باب هم صدق کوي او دغه هیواد هم چې د نورو عربو هیوادونو په نسبت له فلسطینه دملاتړ لازیات مدعي دی،له فلسطنیانو سره د مرستې لپاره ئې هیڅ عملی ګام نه دی پورته کړی.دغه بې عملی تر دې حده ده چې حتی سره له دې چې ددغه بې آمانه جنګ پنځه ورځې تیریږي او کابو یوسل څلویښت فلسطینیان پکې شهیدان او په سلګونو نور ټپیان شوي دي،خو د عربی اتحادئې پشمول عربو اورګانونو چې فلسطین ئې هم غړی دی ، په دې باب حتی هیڅ غونډه هم نه ده ترسره کړي .

په دوهم غبرګون کې هغه هلې ځلې شاملیږي ، چې د اوربند لپاره ترسره شوي دي . د مصر او قطر په څير هیوادونه په دې لړ کې هڅه کوي .د اور بند لپاره هڅه که څه هم یو ډيپلوماټيک اقدام دی،خو د وروستي جنګ او تیریو اساس،له مینځه نه وړي . اور بند هاله معنا پيداکوي چې داسرائيلو رژيم د قدس د اوسیدونکو فلسطنیانو په ضد تاؤتریخوالی پاي ته ورسوي . په هغو هلوځلو کې چې د ځينوعربوهیوادونو له خوا د اوربند لپاره ترسره کیږي،د قدس د فلسطینیانو په ضد له تاؤتریخوالو د اسرائيلو د شاتګ هیڅ نښه نښانې پکې نه لیدل کیږي . د لویدیځي آسیا دچارو یو کارپوه او شناندی سعد ا.. زارعي په دې باب وائي ،صهیونیسټ رژيم د جنګ ددرولو لپاره د مصر اوقطر او لویدیځي چورلیز ته لاس په لمن شوی،چې هیڅ نتیجه ئې نه ده ورکړې او د مصریانو له ډيرې ټينګتیا سره سره،د فلسطین مقاومتي چورلیز دې ځل د اور بند پيټی نه دی وړی او اعلان ئې کړی دی ، که څه هم پر غزې د صهیونیسټانو دحملو پاي ته رسیدل،یوه بریا ده،خو دې ځل باید اسرائیل ، د تل لپاره دقدس د اوسیدونکو په ضد هر ډول تیري ختم کړي :::: پردې اساس حتی ویل کیدلی شي،اوربند په اوسنیوشرائطو کې د صهیونیسټي تیریګر رژيم په ګټه دی .
دریم غبرګون، دهغو عربو هیوادونو دی چې نه ئې دغه تیري محکوم کړي دي او نه ئې د اور بند لپاره کومه هڅه کړې ده .متحده عربی امارات او بحرین په دغو هیوادونو کې شامل دي . په حقیقت کې هغه هیوادونه چې په تیر یوه کال کې ئې له اسرائيلو سره داړیکو دعادي کولو پلان اجرا کړی دی ، اوس ئې ددغه ستر جنایت په وړاندې چپتیا غوره کړې ده، چې یو ډول له اسرائيلو ملاتړ حسابیږي . بې شکه د فلسطنیانو په ضد د وحشي صهیونیسټانو وروستي جنایتونه او همدراز د څه دپاسه زرو فلسطنییانو شهیدول زخمي کول ، له دغه تیریګر رژيم سره د اړیکو د عادي کولو او د پيړۍ دمعاملې سپیرې نتیجې دي
وروستی ټکی دا چې دځینو عربو هیوادونو منزوي کیدا، د اسرائيلو له شاتګ پرته د اوربند لپاره هڅه او همداراز د ځينو نورو عربو هیوادونو اجباري یا ملاتړي چپتیا لامل شوي څو وحشي تیریګر صهیونیسټي رژيم د فلسطنیانو په ضد جنایتونه لازیات کړي . له دغو ځینو هیوادونو حتی خپلې رسئ هم د صهونیسټي چارواکو په اختیار کې ورکړي دي ،څو د مقاومت د ډلو په ضد په پروپیګنډو سره، په دغه جنګ کې له ځانه دفاع وکړي . په همدې لړ کې ، په غزې کې د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ ویندوي طارق سلمي وئیلي دي، ځیني عرب رسانئ د نیواکګرپوځ د افسرانو او مجرمو قاتلانو کوربتوب کوي او دوي هم په دغو پروګرامونو کې هڅه کوي ،دترهه ګرۍ او د بې ګناه ماشومانو اوښځو دعامې وژلې له تورونو ځانونه پاک صاف وبریښوي . طارق سلمي زیاته کړې ده ، یوه هغه دروغجنه او مسمومه ادعا چې قاتلان ئې هڅه کوي ، خپره ئې کړي ، داده چې د مقاومت چورلیز له عامو خلکو دانساني ډال په توګه استفاده کوي . دغه دروغ وائي ،څو د ماشومانو ،بوډاګانو او ښځو پشمول بې پناه ښاریزو ټارګټ کلینګ او عامه وژله او دښارونو داخل ته د جنګ کاږل توجیه کړي .

