د فلسطین مقاومتي ځواک په نیواکي ټاټوبو دتوغندیوسخت بریدونه کړي
سرایا القدس نومې مبارزې ډلې هم په اشدود باندې دتوغندوي حملو په تائيدولو سره وئیلي دي ،دغه ښار د مقاومتي توغندیو دنوی حملو په شیشت کې ورغلي دي .
ایرنا خبری اژانس راپورو رکړی ، خبری سرچینو بیګا وئیلي دي ، په نیواکي ټاټوبو کې دنقب په لویدیځي برخې د فلسطین مقاومتي ځواک له خوا په لسګونو توغندي ویشتل شوي دي .
را پور ښئ ددغو توغندیو په ویشتو سره د نیواکي ټاټوبو د اشدود له ختیځه تر جنوب پورې دپراخو سیمو پشمول په مختلفو ښارونو کې د خطرې سائيرونه غږیدلي دي .
پر دغو سیمو سربیره ، دغزې تړانګې په شاوخوا کې عسقلان او نوره صهیونیسټ میشته ښارګوټي هم د مقاومتی توغندیو په شیشت کې ورغلي دي .
سرایا القدس نومې مبارزې ډلې هم په اشدود باندې دتوغندوي حملو په تائيدولو سره وئیلي دي ،دغه ښار د مقاومتي توغندیو دنوی حملو په شیشت کې ورغلي دي .
عیني شاهدانو وئيلي دي ، په عسقلان کې دتوغندیو په لیګدو سره د چاودنو غږونه آوریدل شوي دي . په دې باب داحتمالی مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي وئیلي شوي . په عین حال کې د صهونیسټ رژيم دپوځ ویندوي آویخاي ادرعی بیګا وئيلی دي ، په اسرائيلو د مقاومت ډلو له خوا کابو دولس زره توغندي ویشتل شوي دي . چې دا پیښه داسرائيلو په تاریخ کې بې مخینې ده .
دوحشي صهونیسټي رژيم په څاروي ډوله حملو کې چې دم ئ له لسمې نیټې ئې پیل کړي دي ، تر دې دمه پکې د ماشومانو اوښځو پشمول دوه سوه یویشت فلسطنیان شهیدان او څه دپاسه یوزر پنځه سوه نور ټپیان شوي دي.