صهیونیسټي رژيم په غزه کښې یو بل بُرج په توغندیو اویشته
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i100520-صهیونیسټي_رژيم_په_غزه_کښې_یو_بل_بُرج_په_توغندیو_اویشته
فلسطیني سرچینو د غزې تړانګې په شمال کښې په یوې بلې لوړې ودانۍ باندې د صهیونیسټي رژیم د پوځ د توغندوي حملې خبر ورکړ
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
May 19, 2021 12:15 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي رژيم په غزه کښې یو بل بُرج په توغندیو اویشته

فلسطیني سرچینو د غزې تړانګې په شمال کښې په یوې بلې لوړې ودانۍ باندې د صهیونیسټي رژیم د پوځ د توغندوي حملې خبر ورکړ

فلسطیني سرچینو د غزې تړانګې په شمال کښې په یوې بلې لوړې ودانۍ باندې د صهیونیسټي رژیم د پوځ د توغندوي حملې خبر ورکړ

فلسطیني سرچینو وویل چې د صهیونیسټي رژيم ډورن الوتکو د غزې په الکرامه سیمه کښې په (اندلس) نومې د استوګنې په برج باندې دوه توغندي وتوغول.

د صهیونیسټي رژيم جنګي الوتکو له دې مخکښې هم په غزه کښې د تیرو ورځو په بریدونو کښې څو برجونه او لوې ودانۍ ورانې کړې چې یوه په کښې الجلاء برج و چرته چې د الجزیره چینل او د فرانسې خبري آژانس په شان د نړیوالو رسنیو دفترونه وو.

له بلې خوا د غزې د اوقافو وزارت نن وویل چې په غزې باندې د صهیونیسټي رژیم په بریدونو کښې درې جوماتونه بیخي وران شوي او ۴۰ نورو جوماتونو ته هم تاوان رسیدلی دی.

د صهیونسټانو د بریدونو په ځواب کښې د فلسطین مقاومتي ډلو هم تراوسه د نیواکي فلسطین په لور څه باندې درې زره توغندي ویشتي دي چې صهیونیسټي ښارګي میشتو ته او ښارونو ته یې د سر او مال ډیر تاوان اړولی دی.