فلسطینیومبارزانو پرصهیونیسټي ښارګوټو دلسګونوتوغندیوبریدکړی
داپه داسې حال کې دي چې د صهیونیسټي رژيم دپوځ ویندوي آویخانی ادرعي وړمه شپه وئیلي وو ، دفلسطین مقاومتي ډلو په اسرئيلو کابو دولس زره توغندي ویشتي دي چې دا د اسرائیلو په تاریخ کې هیڅ مخینه نه لري .
الجزیره ټيلیویژنی چینل راپور ورکړی،د اسرائيلو دیارلسم ټيلیویژنی چینل پرون وئیلي دي ، دفلسطین مقاومتي ډلوپه نیواکي ټاټوبو کې دعسقلان ،اسدود او بئرالسبع ښارګوټو په لور کابو دیرش توغندي ویشتي چې له امله ئې په یوشمیر ښارګوټو کې د خطرې سایرنونه غږیدلي دي .
یورونیوز خبری آژانس هم دیوې ویډیو په خپرولو سره لیکلی دي ،په اسدود ښارګوټي کې اوسیدونکو صهونیسټانو د خطرې د سایرن له آوریدو سره دسرپناه په تکل کې منډې وهلي او په تل ابیب او اللد دوو سترو ښارونو ترمینځ په ریل پټلۍ باندې د توغندیو دلګیدو له امله د ریل ګاډو تګ راتګ هم بند شوی دی .
داپه داسې حال کې دي چې د صهیونیسټي رژيم دپوځ ویندوي آویخانی ادرعي وړمه شپه وئیلي وو ، دفلسطین مقاومتي ډلو په اسرئيلو کابو دولس زره توغندي ویشتي دي چې دا د اسرائیلو په تاریخ کې هیڅ مخینه نه لري .