په عراق کې یوشمیر داعشی جنایتکاران نیول شوي
د داعش جنایتکاروهغه یو شمیر سرغنې چې د عراق په شمالي برخو کې یو شمیرمسئولیّتونه درلودل ، دعراق په کرکوک ولایت کې د اسپایکر د جنایت عامل سره یو ځاي نیول شوي دي .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی ،د عراق دفیډرل اطلاعاتو اوتحقیقاتو ا دارې پرون ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره په کرکوک اودیالی ولایتونو کې د تکفیری جنایتکارې داعشي ترهه ګرې ډلې د یو شمیر سرغنو دنیول کیدا خبر ورکړی او وئیلي ئې دي،د داعش جنایتکاروهغه یو شمیر سرغنې چې د عراق په شمالي برخو کې یو شمیرمسئولیّتونه درلودل ، دعراق په کرکوک ولایت کې د اسپایکر د جنایت عامل سره یو ځاي نیول شوي دي .
په دغې اعلامیې کې ټينګار شوی ، په تیرو څو ورځو کې په کرکوک او دیالي ولایتونو کې څه ډپاسه پنځلس داعشي ترهه ګر نیول شوي او یو شمیر نور هم په عملیاتو کې هلاک شوي دي . په نیول شوو کې د بمونو جوړونکي او د ترهه ګرو د لوجسټیکي ملاتړ پلانونکي هم ترسترګو کیږي .