صهیونیسټانو د خپل وحشي توب خوي دنیا ته وښوده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i100586-صهیونیسټانو_د_خپل_وحشي_توب_خوي_دنیا_ته_وښوده
د قم په مقدس ښار کښې د تقلید یو مرجع په یوې خبرپاڼې کښې د بې دفاع فلسطینیانو خلاف د صهیونسیټي رژیم وحشیانه او بوږنونکي اقدامات وغندل
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 21, 2021 03:19 Asia/Kabul
  • صهیونیسټانو د خپل وحشي توب خوي دنیا ته وښوده

د قم په مقدس ښار کښې د تقلید یو مرجع په یوې خبرپاڼې کښې د بې دفاع فلسطینیانو خلاف د صهیونسیټي رژیم وحشیانه او بوږنونکي اقدامات وغندل

د قم په مقدس ښار کښې د تقلید یو مرجع په یوې خبرپاڼې کښې د بې دفاع فلسطینیانو خلاف د صهیونسیټي رژیم وحشیانه او بوږنونکي اقدامات وغندل

آیت الله ناصر مکارم شیرازي پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: ظالم صهیونیسټي رژيم د نړیوالو ټولنو، امنیت شورا او د بشري حقوقو د نورو مدعیانو د چپتیا په سیوري کښې په خاورو او وینو کښې د فلسطین د بې دفاع او مظلومو ښځو، ماشومانو او سړیو په لغړولو سره د خپلې وحشي ګرۍ خوې وښوده.

په دغې خبرپاڼې کښې د صهیونیسټي رژیم جنایتونه غندل شوي، د فلسطیني شهیدانو له کورنیو او زخمیانو او بې کوره شویو خلکو سره خواخوږي څرګنده شوې او د صهیونیسټانو له نیواکه د قدس شریف د خلاصي لپاره د فلسطین د میړنیو جنګیالیو د همت ستاینه شوې ده.