د ملګروملتونو ځانګړی استازی یمن ته رسیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i101002-د_ملګروملتونو_ځانګړی_استازی_یمن_ته_رسیدلی
المنار ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو استازی مارټین ګریفیتس نن د دوه(۲) ورځني سفر لپاره صنعا ته ورسید .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 30, 2021 11:58 Asia/Kabul
  • د ملګروملتونو ځانګړی استازی یمن ته رسیدلی

المنار ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو استازی مارټین ګریفیتس نن د دوه(۲) ورځني سفر لپاره صنعا ته ورسید .

د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو استازی مارټین ګریفیتس به د ملي ژغورنې د حکومت له چارواکو سره د اوربند او د سیاسي خبرو اترو د پیلولو په هکله خبرې وکړي .

یمن ته د مارټین ګریفیتس دغه سفر وروسته له دې ترسره کیږي چې پرون د یمن ملي ژغورنې حکومت وویل د سعودي عربستان په جنوب لویدیځ کښې یې یوسل پنځوس(۱۵۰) کلومیټره مربع ځمکه  او په لسګونو پوځي سنګرونه نیولي دي او هلته یې د عربستان ګڼ شمیر عسکر او ګوډاګیان مړه کړي دي .

سعودي عربستان د امریکا د متحده عربي اماراتو او د څو نورو هیوادونو په ملاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې د یمن پرضد پوځي تیریو او د ځمکې ، سمندر او د هوا له لارې کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .

په یمن کښې د سعودي عربستان تیریو او جنایتونو تراوسه د دغه هیواد څه د پاسه اولس زره (۱۷۰۰۰) ښاریز وژلي ، په لسګونو زره نور ژوبل کړي او په میلیونو خلک کډوال کړي هم دي .