عربستان په یمن کښې خلاف ورزیو ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i101060-عربستان_په_یمن_کښې_خلاف_ورزیو_ته_دوام_ورکړی
تسنیم خبري اژانس وايي د یمن پوځ د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف لخوا په الحدیده ولایت کښې د اوربند د خلاف ورزۍ د دوام خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 01, 2021 01:50 Asia/Kabul
  • عربستان په یمن کښې خلاف ورزیو ته دوام ورکړی

تسنیم خبري اژانس وايي د یمن پوځ د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف لخوا په الحدیده ولایت کښې د اوربند د خلاف ورزۍ د دوام خبر ورکړ .

د یمن پوځ پرون وویل د سعودي عربستان تیریګرو او د هغوې ګوډاګیانو په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې یوسل شپږ (۱۰۶)ځل په الحدیده ولایت کښې د اوربند خلاف ورزیانې وکړې .

دغه راز د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي علي القحوم وویل سولې ته رسیدل یوازې د جنګ او د کلابند په ختمیدا سره ممکمن دي .

هغه وویل د جنګ او د کلابندۍ له ختمیدا پرته سولې ته نه شو رسیدلی .

علی القحوم ټینګار وکړ د جنګ او د کلابندۍ له ختمولو پرته سولې ته د رسیدا په هکله هر ډول بحث ناممکن دی .