اسرائیل او متحده عربي امارات موافقې ته ورسیدل
زمونږ خبریال وايي متحده عربي اماراتو او صهیونیسټ رژیم د زده کړې په برخه کښې د محصیلینو د بورسیو د تبادلې د پروګرامونو د پیلولو په هکله موافقه وکړه .
په نیواکې ټاټوبي کښې د متحده عربي اماراتو له سفیر محمد الخواجه سره د صهیونیسټ رژیم د زده کړې د وزیر «یواو ګالانټ» په لومړنۍ غونډې کښې د محصیلینو د بورسیو د تبادلې په زمینه کښې موافقه لاسلیک شوه .
په اسرائیلو کښې عبري ژبه سرچینو په تیرې یکشنبې ورځ په تل ابیب کښې د متحده عربي اماراتو د سفارت په رسمي ډول د پرانیستل کیدا خبر ورکړ .
متحده عربي امارات په هغو هیوادونو کښې شامل دی چې د عربي نړۍ د عمومي افکارو له مخالفتونو او د فلسطین د خلکو د حقوقو تر پښو لاندې کولو سره یې له صهیونیسټ رژیم سره د رسمي اړیکو د ټینګولو اقدام کړی.
سعودي عربستان ، متحده عربي امارات، بحرین ، مصر، کویت ، تیونس ، ترکیه او ځینې نور عرب هیوادونه له اسرائیلو سره نږدې اقتصادي ، سیاسي او مالي اړیکې لري .