د آل خلیفه په جیل کښې یو بحریني ځوان شهید شو
(last modified Wed, 09 Jun 2021 11:16:20 GMT )
Jun 09, 2021 15:46 Asia/Kabul
  • د آل خلیفه په جیل کښې یو بحریني ځوان شهید شو

د آل خلیفه د قصدي طبي لټۍ د سیاست په وجه د بحرین یو شیعه سیاسي زنداني چې په کرونا اخته شوی و، د دغه رژيم په یو جیل کښې شهید شو

د آل خلیفه د قصدي طبي لټۍ د سیاست په وجه د بحرین یو شیعه سیاسي زنداني چې په کرونا اخته شوی و، د دغه رژيم په یو جیل کښې شهید شو

د حسین برکات په نامه دغه بحریني ځوان د آل خلیفه رژيم په جیل کښې په کرونا ناروغۍ اخته شوی و.

خبر زیاتوي چې د برکات کورنۍ او په بحرین کښې د بشري حقوقو فعالانو آل خلفه رژيم د هغه د شهادت اصلي ګرم بللی دی.

د بحرین د بشري حقوقو فعالانو ویلي چې د (جو) په نامه د دغه هیواد په مرکزي زندان او هم داشان (حوض الجاف) جیل کښې تراوسه لږترلږه ۲۴۰ تنه په کرونا وایرس ککړ شوي دي