عربستان د امریکا او د اسرائیلو د ګټو لپاره کار کوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i101618-عربستان_د_امریکا_او_د_اسرائیلو_د_ګټو_لپاره_کار_کوي
فارس خبري اژانس وايي د یمن د ارشاد وزارت ټینګار وکړ چې د سعودي عربستان ال سعود رژیم د امریکا او د صهیونیسټ رژیم پروژې ته په خدمت کولو کښې د خپل ښکاره رول په چوکاټ کښې د پرله پسې دوهم (۲) کال لپاره د خارجي هیوادونو حاجیان له حج څخه منع کړل
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 14, 2021 05:38 Asia/Kabul
  • عربستان د امریکا او د اسرائیلو د ګټو لپاره کار کوي

فارس خبري اژانس وايي د یمن د ارشاد وزارت ټینګار وکړ چې د سعودي عربستان ال سعود رژیم د امریکا او د صهیونیسټ رژیم پروژې ته په خدمت کولو کښې د خپل ښکاره رول په چوکاټ کښې د پرله پسې دوهم (۲) کال لپاره د خارجي هیوادونو حاجیان له حج څخه منع کړل

د یمن د حج د چارو او د ارشاد وزارت وویل ښه خبره دا وه چې د سعودي عربستان ال سعود رژيم د دې پرځاې چې په حج باندې بندیز ولګوي د خارجي حاجیانو د شتون لپاره سم او صحیح تدبیرونه او پروګرامونه غوره کولی .

د یمن د ارشاد وزارت وویل هغه کسان چې په حج باندې له بندیز څخه ګټه پورته کوي د اسلام دښمانان دي چې په سر کښې یې امریکا او اسرائیل دي کوم چې حج د ځانونو لپاره ستر خطر ګڼي ځکه چې حج د اسلامي امت د وحدت د پیاوړتیا لپاره نړیواله اسلامي  غونډه ده .

د یمن د ارشاد وزارت د اسلامي نړۍ  له پتیالیو او ملتونو وغوښتل چې د سعودي عربستان د ال سعود رژيم دغه خپل سره اقدام وغندي ځکه چې د دغه کار په وړاندې چپتیا غوره کول جرم دی او  باید سترګې ورباندې پټې نکړو .

د سعودي عربستان د حج وزارت په تیرې شنبې ورځ وویل روان کال د حج مراسم به هم د تیر کال په شان د عربستان د حاجیانو په ګډون سره ترسره شي او د کورونا ویروس په وجه به د جج په مناسکو کښې هیڅ خارجي زیارتوال ګډون ونلري .